افغانستان

لوګر: طالبانو بې پیلوټه الوتکه غورځولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د لوګر مرکز ته څېرمه يې بې پیلوټه الوتکه غورځولې ده.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی سرتېرو تېر مازیګر پل علم ته څېرمه نعمتي کلي کې الوتکه نسکوره کړه.

دغه الوتکه چې په «کشفي الوتکې» هم مشهوره ده، ټوټه شوې بدنه يې د طالبانو ګوتو ته ورغلې ده.

تر اوسه دلته مېشتو بهرنیانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې امریکا تازه په افغانستان کې د (F-35B) په نوم د جیټ الوتکې د بریالیو عملیاتو خبر ورکوي.

پنټاګون کې چندلر نیملز ویلي، په افغانستان کې د (F-35B) ډوله جنګي الوتکو استخدام د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت د ژغورلو لپاره تر ټولو موثره وسیله ده.

د شنونکو په باور د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د نویو جنګي (F-35B) الوتکو له کارونې څخه جوتیږي چې واشنګټن په افغانستان کې د افغانانو هغو غوښتنو ته چې د دوی د ړندو بمباریو د درولو په خاطر یې کوي هیڅ اعتناء نه لري او غواړي مزید افغان وژنې ته د نویو امریکايي تسلیحاتو په کارولو سره زیاتوالی ورکړي.

(F-35B) بم غورځوونکې الوتکې د امریکا د هوايي ځواک هغه تر ټولو پرمختللې الوتکې دي چې رادار یې نشي کشف ولای او د لایزري بمونو په وسیله خپل هدف له ډیرې لوړې ارتفاع څخه په نښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x