ارشیف

کندوز: چهاردره کې د دوو امریکایانو په وژل کېدو، ګډ ځواکونه شاتګ ته اړ شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): د کندوز په چهاردره کې د عملیاتو په نوم د ګډو ځواکونو بریدونه درېدلي او شاتګ ته اړ شوي دي.

دا ځواکونه چې پر ضد يې څو ورځې وړاندې په کندوز کې لاریون هم وشو، تېره شپه له سیمې پښو سپکولو ته اړ شول.

لاریونوالو دغه عملیات د ولس پر ضد بلل او له ځانونو سره يې هغه جسدونه هم را وړي و، چې په عملیاتو کې شهیدان شوي و.

طالبان وايي دوی سیمې ته له ورغلیو ګډو عسکرو دوه امریکایان او ۲۱ د اردو عسکر او درې اربکیان وژلي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دې جګړه کې دوه امریکایان او ۱۱ عکسر ټبيان شوي هم دي.

د طالبانو خبرپاڼه لیکي: «دغه قوه داسې مهال شاتګ ته اړ ایستل شوه چې پرې ناتار درانه او لړ زوونکي بریدونه، کمینونه او ماین چاودنې ترسره شوې، عسکر یې ووژل شول او ګڼ جنګي تو کې او مهمات یې پکې وبایلل.»

حکومتي او بهرني ځواکونو په بېرته شاتګ کې هم پر سیمه درنه بمباري کړې، چې ګڼ مالي او ځاني زیانونه يې اړولي دي.

تر اوسه بهرنیانو د خپلو عسکرو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د