افغانستان

کندهار: پنځو ولسوالیو کې هیڅ ښځې او دوو نورو کې هیچا نوم‌لیکنه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): د کندهار په پنځو ولسوالیو کې هیڅ ښځينه رایه نه ورکوي او دوو نورو کې هیڅوک په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

پژواک په کندهار کې د ځايي سرچینو په حواله وايي چې د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې هیڅ ښځې خپل نوم نه دی لیکلی.

سرچینه په کندهار کې د ټاکنو کمیسیون د مرستیال هارون کلیوال په حواله وايي، چې د دې تر څنګ په دوو ولسوالیو کې هیڅ «نر او ښځې» نوم لیکنه نه ده کړې.

هغه وايي، په شاولیکوټ، میانشین، ښوراوک، غورک او ریګستان کې هیڅ ښځې خپل نوم نه دی لیکلی او په معروف او نېش اصلاً نوم لیکنه نه ده شوې.

کندهار په ولسي جرګه کې یوولس چوکۍ لري، چې درې يې باید ښځې وي، چې په خاطر يې ۱۲ ښځې او ۱۰۰ نارینه نوماندان دي.

د ټاکنو لپاره تبلیغاتي کمپاین پرون پیل شو، چې د پلازمېنې په ګډون ګڼو ولایاتو کې د نوماندانو تصویرونه له نښلولو څو ساعته وروسته په بد وضعیت شلول کېږي.

ټاکل شوې، را روانې ټاکنې د روانې میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x