usman tarakay
دوکتور م ، عثمان تره کی

د ملکی تلفاتو زیاتوالی غیر رسمي پیل شوی، د سولې مذاکراتو سره تړاو لري !

دوکتور م، عثمان تره کی

یوناما ( په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر ) چه باید د افغانستان په جګړه کې سولې سره په تړاو محوري رول ولوبوي؛ غالباً د هغو جنایتونو چه د جګړې په ساحه کې ترسره کیږي چوپه خوله پاتې کیږي. په ځینو مواردو کې زیاتره تشریفاتي دریځ غوره کوي. یعنې کله ناکله د دیپلوماتیکو الزاماتو تر اغیز لاندې د مړو شمیر اعلانوې.

خو یوناما په نوې اعلامیه کې په بیسارې توګه په تونده لهجه د جګړې زیاتوالې او شدت پړه په بهرنیانو او تحت الحمایه اداره اچوي او داسې څرګندوي:

’‘د تير کال ( ٢٠١٧) په پرتله په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات ۵۲ سلنه زیات شوي دي.

د ۲۰۱۷ زيږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۴۹ تنه ملکي وګړي په هوايي بريدونو کې وژل شوي، ۲۰۴ نور ټپيان وو.

د تلفاتو شمیر د ۲۰۱۸کال په نسبت ۵۲ سلنه زياته شوې ده.

د دغو ملکي تلفاتو ۵۲ سلنه مسؤليت د افغان ځواکونو، ۴۵ سلنه د بهرنيو ځواکونو او درې فيصده يې د دولت پلوه ځواکونو په غاړه دی‘‘.

د ګډ حکومت د دفاع وزير وړمه ورځ ( د سپتامبر ٢٣ ) مشرانو جرګې ته په خپلو خبرو کې ويلي و، چې يوازې تېره مياشت د طالبانو په بريدونو او چاودنو کې ۵۱۳ عسکر وژل شوي او ۷۱۸ ټپيان وو.

خو ګډ حکومت او امريکا د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه رسنيو ته سم معلومات نه ورکوي. د عسکرو مرګ ژوبله تر هغه څو چنده زياته ده چه حکومت يې رسنيو سره شريکوي ‘‘.

پوښتنه دا ده چه ولې سږ کال جګړې شدت موندلې او هغې سره جوخت ملکي تلفات زیات شوې ؟

د جګړې زیاتوالې مختلف بهرني او کورني لاملونه لرلي شي :

1 – بهرني لاملونه :

* د امریکا – پاکستان او امریکا- ایران د اړیکو خرابوالې.
د سوریې او عراق د شاتک نه وروسته د داعش پام افغانستان خوأ ته. *

2- كورني لاملونه :

پدغه برخه کې تخنیکي او سیاسي ملاحظات مطرح کولي شو.

تخنیکي پدې مانا چه :

د افغانستان په جګړه کې دولتونه سره نه جنګیږي. دولتونه د خپلې پیاوړې جنګي ماشین ( اتوماتیکو بی پیلوته الوتکو او بی- 52 ) د مقاومت ملیشیې سره مخ دي چه عادي وسلې لري.

یوناما کله چه د بمباریو په ترڅ کې د ملکي خلکو د تلفاتو د زیاتوالې نه خبرې کوي همدغه واقعیت ته ګوته نیسي.

په یو ویشتمه پیړۍ کې په ذروي ځواک باندې قبضه د دولتونو تر منځ نښته له منځه وړې ده، جګړه مار دولتونه له هغو ملیشیائي ډلو سره په ټکر کې دي چه په ښارونو کې د ولس په منځ کې مورچل جوړوي.

پدغه نا متعادله جګړه کې د متخاصمو اړخونو تر منځ د قواوو نسبي انډول وجود نلري. دولت په جګړه کې د حربي تکنولوژي په حساب برلاسي لري او کولي شي بلې لورې ته زیاتره تاوان ورسوي او د ملکي تلفاتو د زیاتیدو لامل وګرځي. لویدیزوال تر اوسه پورې د خپل جنګي ماشین جوړښت د ملیشیائي جګړې له غوښتنې سره نه دې سمبال کړې.

سیاسي ملاحظات پدې مانا چه :

د امریکا نوې حکومت د یوه واقعبینانه دریځ له مخې د وسله وال مقاومت سره غیر رسمي مذاکراتو ته کیناست. خو دلته د سولې پروسه، د دواړوجنګي دلو په منګولو کې ایسار پاتې شوه. په واقعیت کې د جګړې اړخونه په یوه جګړه ایز چاپیریال، خبرو اترو ته پیل وکړل.

طبعاً د مذاکراتو په پیل کې متنازع فیه موضوعات مطرح شول چه اړخونو یې نه غوښتل د بل لورې په ګته د خپل دریځ نه تیر شي، مذاکرات وځنډول شول. په بل عبارت دخبرو اترو په ځنډولو کې د متنازع فیه موضوعاتو حل، جګړې ډګر ته حواله شول.

د جګړې په میدان متحاربو ډلو د راتلونکي مذاکراتو په ترڅ کې د برلاسي لرلو په موخه توپک ته لاس واچاوه، جګړې شدت وموند او د ملکي او غیر ملکي تلفاتو کچه لوړه شوه.

بناً د جګړې شدت او د تلفاتو زیاتوالې اصلي لامل دا دي چه د خبرو اترو په اجندأ کې د موضوعاتوهغه منطقي تَقَدُم او تأ خُر پړاونه چه تینګه سولې ورته اړتیا لري، له پامه غورځوله شویده.د سولې مذاکرات چه په کې د جګړې د شدت مخه نیوله کیږيد لاندې درې پړاونو نه تیریږي : اوربند، متارکه او سوله.

د جګړې په میدان کې د قواوو د معادلې په بنست هر پړاو ځانته ځانګړې اجندأ لرلي شي .

دلته باید څو تکې ته پام واړول شي :

– خبرو اترو ته رسمیت وربښل.
– هغه اړخه چه جګړه پیله کړې بلې لورې ته د اوربند وړاندېز.

– د جګړې زیاتوالې د مخنیوي په موخه د مذاکراتو د پړاونو تر منځ زماني واتن حد اقل ته رسول.
– د سولې د یوه واقعبینانه پلان سره خبرو اترو ته ورننوتل.

خو موږ نپوهیږو چه د مذاکراتو پیل بې لدې چه د اجندأ په سر کې اوربند ځاي ولري د امریکائیانو غلطي ده یا د جګړې د شدت او پراختیا په موخه یو هدفمندمخکې تاکل شوې پلان ؟

پای

دوکتور م،عثمان تره کی ـ فرانسه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د