
کندهار: پولیس خپل دوه ملګري وژلي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): کندهار کې چارواکي وايي ارغستان کې یو پولیس پر خپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او پنځو تنو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد وايي چې بریدګر دوه تنه پولیس وژلي او درې نور يې ټپیان کړي دي.
هغه وايي دغه عسکر تازه پر نده ګمارل شوی و او له برید وروسته سلامت تښتېدلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو ورته ډېری بریدونه د هغوی د نفوذي ملګرو له لوري ترسره شوي دي.
د شنونکو په باور دا ډول بریدونه په پوځي او امنیتي لیکو کې پر یو بل اعتماد نور هم ختموي او د عسکرو پر روحیه بده اغېزه کوي.