روغتیا

کیوي د همیشه قبض له منځه وړلو لپاره غوره مېوه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ تلې، ۱۳۹۷ل): چینایان له سلونو کالو راهیسې د کیوي مېوه د قبض له منځه وړلو لپاره کاروي، اوس تازه ترسره شویو څیړنو هم ددې خبرې پخلی کړی او څرګنده شوې چې د کیوي په منظم ډول استعمال قبض د همیشه لپاره له منځه وړي.

دغه تروش بخونده خوږه نرمه مېوه یو شمېر د اکسایډ ضد مادې او په پراخه کچه فایبر لري، چې د بدن د داخلي برخې سوزش کموي او د هاضمې سیستم کې غوره والی راولي، د کیوي میوې یوه ځانګړتیا داده چې په معده کې مثبت اړخونه په حرکت راولي او سوکه سوکه د قبض په همیشه له منځه وړلو کې ګټور ثابتیږي.

د یوې ترسره شوي څیړنې په راپور کې ویل شوي چې د کیوې میوې استعمال په ځانګړي ډول د پاخه عمر لرونکو لپاره د قبض په همیشه له منځه وړلو کې خورا ګټور دي، ددې لپاره لږ تر لږه د شپږو اوونیو لپاره پرلپسې هره ورځ د کیوي میوې استعمال وکړئ.

د څیړنې په ترڅ کې یوه ازموینه ترسره شوه، په ترڅ کې يې هغو کسانو ته چې هره ورځ یې د کیوي میوې استعمال کړی و څرګنده شوه چې په دې سره د معدې سوزش کم شوی او په مرسته یې د معدې ناروغۍ هم له منځه ځي، په کیوي کې دوه مادې (ایکټي نیډن او پیکټن) د قبض له منځه وړلو کې ګټور ثابتیږي.

ایکټي نیډن داسې ماده ده چې د هاضمې سیستم لوړوي او فاضله مواد خپل وروستي ځای ته رسولو کې مرسته کوي، همدا ډول د پيکټن ماده داسې فایبر دی چې د معدې روغتیایي حالت غوره کوي، دغه دواړه مادې د باکتریاو له منځه وړلو کې مرسته کوي.

یاده دې وي چې کیوي مېوه د خیټې وازدې له منځه وړلو کې مرسته کوي، همدا ډول کیوي د نیکوتن په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي چې ورسره په بدن کې ویټامن A، C، او E زیاتیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x