افغانستان

طالبان: د تلې شپږمه؛ په هېواد کې د یو نیم میلیون شهیدانو د ارمان د تحقق ورځ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): دوه ویشت کاله وړاندې د طالبانو اسلامي تحریک؛ پلازمېنه کابل ونیو او د خپل منځي شخړو ټغر يې تقریباً ور ټول کړ.

د طالبانو پر رسمي پاڼه په همدې مناسبت خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې همدا ورځ د یو نیم میلیون شهیدانو د ارمان د تحقق ورځ وه.

«د طالبانو اسلامي تحريک، چې هغه مهال په هيواد کې د انارشي، قومي او ژبني تعصب، ټوپکسالاري او پاټکسالاري، هرج و مرج، د قدرت پر سر خپلمنځي لانجو او مقابلو، د هيواد د ورانۍ او تجزيې لپاره د جوړو شويو پلانونو د شنډولو په موخه يې پاڅون کړی و، په ډېره لږ موده کې يې د زورېدلې او له خپلمنځي شخړو ستړي اولس په همکارۍ د هيواد له پلازمېنې کابل څخه هم د شر او فساد ټغر ټول کړ.»

طالبانو د امریکا پر مشرۍ د ناټو یرغلوالو او ملګرو ته ور یاده کړې، چې مبارزه به يې بریالۍ او دوی به شاتګ ته اړ کېږي.

«د اسلامي امارت مجاهدينو لکه څرنګه چې ۱۷ کلونه د غربي اشغالګرو په وړاندې مبارزه وکړه، د نننۍ (۶ د میزان) له وياړونو ډکې ورځې په رارسيدو سره امريکايي تيريګرو، ايتلافيانو او کورنيو لاسپوڅو ته يې وريادوي چې په هيڅ صورت به په دې سپيڅلې خاوره کې د خپلو شومو موخو په تحقق ونه توانيږي او دوی به هم لکه د پخوانو انګريزي او شوروي يرغلګرو او د هغوی د داخلي ګوډاګيانو په څير ډير ژر له نظامي او سياسي ماتې سره مخ شي.»

اعلامیه کې راغلي، چې ولس لا هم باید صبر ولري او د یوې بلې داسې ورځې په تمه واوسي.

وړاندې زیاتوي د افغانستان اسلامي امارت « په دين او هيواد مين مسلمان ملت متوجه کوي چې د فساد، فتنو او نفاق اور ته لمن وهونکو شريرو عناصرو هر حرکت او سکون ته بيدار واوسي او په وړاندې يې روانه کړې مبارزه جاري وساتي، تر څو يو ځل بيا خپل ګران هيواد له مفسدو او پرديپالو څيرو تصفيه او د ميزان د (۶مې) په شان يوه بله د اسلامي نظام د نفاذ، سولې او ارامۍ ورځ را اعاده کړو.»

طالب ځواکونه ۱۳۷۵لمریز کال د تلې پر شپږمه وتوانېدل، د خپل‌منځي جګړه مارو له وسله‌والو پلازمېنه کابل ونیسي او د خلکو تر تمې لوړ يې سوله‌ییزه حکومتولي رامنځته کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x