افغانستان

پروان: طالبانو کوه‌صافي کې د کمانډو عسکرو چورلکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د پروان په کوه‌صافي کې يې د کمانډو عسکرو یوه چورلکه را نسکوره کړې او عمله يې ټول له منځه تللي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د دوی سرتېرو نن سهار مهال د کوه‌صافي په کوز مندیقول کې دغه چورکله په نښه کړه.

د تلفاتو په اړه يې دقیق څه نه دي ویلي، خو لیکلي يې دي، پکې سپاره ټول عسکر له منځه تللي دي.

د پروان ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې د لوګر مرکز ته څېرمه هم طالب سرتېرو یوه بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x