د امریکا په تاريخ کې تر ټولو ګران بيه الوتکه تر لومړي بمبار وروسته نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ايف ۳۵ ډوله جنګي الوتکه له لومړي بمبار وروسته په امریکا کې وروسته نسکوره شوې ده.

د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» چارواکو فرانس پريس خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې د سمندري ځواکونو دغه الوتکه د جنوبي کارولينا هوايي ډګر ته څېرمه له نسکورېدو وروسته په بشپړ ډول ويجاړه شوې ده.

د پنټاګون سرچينې ويلي، چې د الوتکې پيلوټ د پراشوټ له لارې ځان غورځولی، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي، چې هغه ژوندی دی که نه.

امریکايي رسنۍ وايي، چې دغې الوتکې خپل لومړی بمبار په کندهار ولايت کې د طالبانو پر يوه مرکز کړی او ادعا يې کړې، چې هلته يې د طالبانو مهم مرکز ويجاړ کړی دی.

د پنټاګون د خپرو شوو معلوماتو له مخې د دغې الوتکې د جوړېدو چارې په نويمو کلونو کې د لوکهيد مارټن شرکت له لوري پيل شوې وې، په يوه الوتکې له سل ميليونه ډالرو ډېر لګښت راغلی او د ټول قرارداد اټکل شوې بوديجه تر څلور سوو ميلياردو ډالرو ډېره وه.

تر اوسه د الوتکې د نسکورېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د