ارشیف

هلمند: طالبان وايي د یو امریکايي په ګډون يې ۱۲ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): امریکایانو د افغان عسکرو په ملتیا وړمه شپه د ګرشک ولسوالۍ د نهر سراج په یخچال، ګوبن، سره ښاخ، وزیرو مانده او لوڅانو سیمه کې شپنیز عملیات پیل کړل، چې پکې د یو امریکايي په ګډون ۱۲ عسکر وژل شوي دي.

طالبان وايي د دوی سرتېرو په یاده سیمه کې پر راغلیو بهرنیو او کورنیو عسکرو بمي چاودنې او مخامخ بریدونه وکړل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په جګړه کې یو امریکایي عسکر او ۱۱ يې افغان ملګري له منځه ولاړل.

خبرپاڼه زیاتوي، په جګړه کې ګڼ عسکر هم ټپیان او ګڼ نقلیه وسایط يې تخریب شول.

په یاده سیمه کې چې جګړې نږدې څلورویشت ساعته دوام وکړ، بهرنیو او کورنیو عسکرو یوه دیني مدرسه، یو سرای، دوه پلونه او ګڼ دوکانونه له منځه یووړل.

دوی شاوخوا ۱۵ موټرسایکل هم سوځولي دي، چې طالبان يې د عامو خلکو بولي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د کندوز په چهاردره کې هم یو امریکايي عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د