ورزش

افغان نولس کلنو لوبډلې د اسیا جام په لومړۍ سیالۍ کې بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ تلې، ۱۳۹۷ل): د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام سیالۍ نن شنبه د سپتمبر په ۲۹مه په بنګلدیش کې پېل شوې چې افغانستان لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې بریا خپله کړه.

افغانستان نولس کلنو لوبډلې د عربي اماراتو نولس کلنو لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یاد جام سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه د عربي اماراتو لوبډلې ترسره کړه، چې د افغانستان لوبډلې توپ اچونکو په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د عربي اماراتو لوبډله یې د ۱۴۰ منډو په جوړولو وسوځوله، ددوی لخوا برانډ ادم زیاتې ۲۵ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د افغانستان لوبډلې توپوهونکي له ستونزو سره مخ شول، خو وروسته د عظمت الله په زړه پورې نیمه سلیزې افغانستان ته بریا ورکړه، نوموړي د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، هند، سرېلنکا، پاکستان، بنګله دیش، نیپال، هانګ کانګ او عربي اماراتو لوبډلې سیالي کوي، چې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي.

د نولس کلنو اسیا جام سیالۍ نن په ۲۹م سپتمبر پېل او د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه پای ته رسیږي.

تېر کال دغه سیالۍ په مالیزیا کې ترسره شوې وې چې پایلوبې ته پکې د پاکستان او افغانستان لوبډلې وتلې وې، چې افغان لوبډلې په پایلوبه کې پاکستان لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه. تمه کیږي چې سږ کال به افغان لوبډله د خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x