د حکمتیار فکري تَخَنُثْ

شاهد (غزنیوال)

ښاغلی حکمتیار له شمشاد ټلویزون سره په خپلې ورستې مرکې کې ویلي چې له امریکا سره د امنیتي تړون د لغوه کولو او یا پر هغه د بیا کتنې خبره د بهرنیانو (روس او مسکو) په غوښتنه تر سره کیږي.

نوموړي د شمشاد خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دې وروستیو کې د امنیتي تړون په اړه اوازې ګرمې شوې؛ څوک یې تعدیل غواړي اوڅوک حتی لغوه کول، د حزب اسلامي دریځ څه دی داسې وویل:

(( ترهغه ځایه چې زه په دې اړه معلومات لرم متاسفانه چې د دې موضوع جرړي افغاني منشأ نه لري ؛ بلکې د دې منشأ بهرنۍ ده.

دا موضوع په داسې حال کې مطرح کیږي چې د مسکو او تهران مناسبات له امریکا سره مزید خراب شوي ، هغوی غواړي دلته بي ثباتي پیدا کړي ، امریکا ته ستونزې جوړې کړي او ډيرو پیښو ترشا د هغوی لاس دی، د امنیتي تړون د تعدیل او یا لغوه کولو موضوع هم د هغوی له لوري مطرح شوې، مونږ د اوس لپاره له دې موضوع سره توافق نه لرو ، ځکه مو نه د احزابو له نوي جوړ شوي ایتلاف سره په دې موضوع کې اتفاق کړی او نه مو هم په دې اړه جوړیدونکو غونډو کې ګډون کړی.))

په سیاست کې د ښاغلي حکمتیار متفردانه ( مختص بخود) چلند هغه څه دی چې افغانستان او افغانان یې له تنظیمي جګړې نیولې تراوسني امریکايي اشغال پوري په سلګونو ناورینونو اړولي دي.

نوموړی داسي یو عجیب مزاج لري چې که یو کار د ده له طبعې خلاف وي هغه که د شریعت ، سیاست ، عُرف او اجتماع په ټولو اصولو هم وي هم خو د ده په نزد مردود دی.

ښکاره مثال یې همدا امنیتي تړون دی.

له امریکا سره امنیتي تړون له دې پرته چې د امریکايي مصالحو په ګټه دی نور خو د هیواد یو ترټولو ساده کلیوال هم په دې پوهیږي چې هغه د افغانستان پلورنې هغه ننګینه وثیقه ده چې امریکا په خپلو مزدورانو لاسلیک کړی ، او د لاسلیک کیدو له لومړۍ ورځې راهیسې د افغانانو ټول دیني ، اخلاقي او ملي اقدار ورکې توهین شوي دي.

اول خو د دې تړون د لغوې او تعدیل موضوع د هرباننګه افغان د زړه آرمان او یوه نګه افغاني غوښتنه ده که بیا په فرض محال د دې تړون د تعدیل او لغوه کولو موضوع بهرنۍ هم وي خو چې افغانان له دې افته خلاصوي د حکمتیار په شمول یې باید هر افغان په کلکه حمایت وکړي.

خو دا چې ښاغلی حکمتیار ته تر دیني ، ملي او ټولنیزو مصالحو خپل شخصي مصلحت مقدم دی، نو که د امنیتي تړون له امله په ورځ کې سلګونه افغانان وژل کیږی، که د سلګونو نورو کورونه ورانیږي او که زرګونه نور د همدي لعنتي تړون له مخې په ستونزو مبتلاء کیږي دی د جاري ساتلو پلوی دی ، ځکه چې د امنیتي تړون تعدیل او یا لغوه کول یې د میاشتني راشن د قطع کیدو لامل کیږي او دا د نوموړي له شخصي منافعو سره په ټکر کې دی چې دی ورسره په هیڅ صورت توافق نه لري.

ښاغلی حکمتیار په اوس مهال کې یواځې له امریکا سره د امنیتي تړون د تعدیل او لغوه کولو نه دی مخالف ؛ بلکې په مجموع کې له امریکايي اشغالګرو سره د مقاومت او دفاعي مقابلې هم مخالف دی.

نوموړی تل په خپلو عندي فتواګانو کې په افغانستان کې د اشغالګرو او د هغوي د ملاتړو خلاف روان جهاد په ناموجهه جګړه تعبیروي او نامشروع یې بولي.

ښاغلی حکمتیارعملا اوس په یوه فکري تخنث مبتلاء دی او په دې نه پوهیږي چې یوڅوک چې د کفر او اسلام ترمنځ توپیر نشي درک کولای هغه به څرنګه د یوه شرعي امر په اړه د فتوی ورکولو وړتیا ولري؟

حکمتیار صیب د محاربو امریکایانو د اشغال په ترڅ کې منځته راغلي مزدور حکومت ملاتړی دی، هغه حکومت چې له نوم پرته یې نه عمل اسلامي دی او نه تنفیذي اجراآت.

خو دی یې ملاتړ د ځان مکلفیت ګڼي او په خلاف یې وسله پورته کول ناروا بولي.

ډیر ځله د ښاغلي حکمتیار په دغسي عجیبو او غریبو مواقفو باندې د سړی زړه و دردیږي ځکه یو څوک چې دومره عاجز او له علمي لحاظه ناتوانه وي چې د خپلو کړنو د روا او ناروا والې په اړه یې تمیز له مرفوعاتو څخه وي هغه د محاربو کفارو په خلاف د قطعي الدلالته امر (جهاد) په اړه د نامشروعیت خبره څرنګه په خوله راوړي؟…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
8 د تبصرو شمېر
8 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتاڼچی
میلمه
حاجی اتاڼچی

غزنیوال صاحب.حکمتیار صاحب پوه،علمیت ډیر لوړ دی.کومی خبری چه حکمتیار صاحب کوی .بیلکل صحی دی.ولی امریکا سره قرارداد یو کال مخکی لغو کیدل اوازه نه جګه کیدله؟معلومه خبره دا چه دا د روسیه ایران اواز دی،د عام ولس غم کۍ څوک نه دی ،هر څوک راشن او یوه غواړه ګوله ډوډی ته ګوری. که عام ولس مری که پاتی کیږی.تاریخ دا ثابته کړی چه دافغانستان خاوره ،او ولس هیڅ څښتن نه لری،هر څوک په ازاد ډول سره هر افغان چه وغواړی وژلی سپکولی شی،او هیڅ څوک به یی پوښتنه هم ونه کړی،او نه کړی ده،

غوربندي
میلمه
غوربندي

اتانچی صاب

دا مشر دې خدای جل جلاله په مونږ او تاسو ودروي.

حاجی اتاڼچی
میلمه
حاجی اتاڼچی

غوربندی صاحب.زه اتاڼچی یم،خو ګلبدین سیاسی اتاڼچی دی،په هر قسم اتڼ پوهیږی،د سی ای ای ،ډول ته په اوس وخت سختی څڼی اچوی،پخوا یی ایی ایس ای ډمبکیو ته یی دومر ډسکو ډانسونه ،وکړل چه په نشه کی یی مسعود سره یو ځای ټول کابل وران کړ،موږ چه د ده او مسعود اتڼونه ولیدل،نو د هیرودو نه دی،تاریخ د هر افغان مشر اتڼ ته په سینه کی پوخ ځای ورکړی،په وخت سره به تاریخ خپله سینه ملت ته وسپیړی ،قضاوت به بیا ملت په کوی،چه د چا مخ ور تور کړی او څوک سپین مخ پریږدی.

عبد الحی
میلمه
عبد الحی

زہ نہ پھگم چہ گلبدین ص روسانو سرہ ولی وجنگیدہ 14 کالہ او امریکایانو سرہ ولی جوڑہ یی دہ حال داچہ دواڑہ کافر دی دیتہ وایی یک بام و دو ھوا. سڑی پہ خود ندی کلہ د آی اس آی پہ ڈول گڈیگی کلہ د سی آی ای او کلہ ھم زان تہ مومن کامل وایی, تعجب دی تعجب

غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

لکه چه په نن ټکی آسیا کی د تبصرې لیکنی معتاد یم. شُکر چي د اولادو مور می د لیک لوست څخه بې برخی ده که نه ددې ترخو تبصرو د لیکلو پخاطر به ئې د ژمی په توره څیله کی یوه غړکه یخی شلومبې پر ککرۍ را توی کړی وای. زه په پورته لیکنه کی د اړی موضوع په هکله د حکمتیار د دریځ د تشریح په باره کی د ویلو څه نه لرم خو فقط دومره وایم چي: حکمتیار د روانی یوې پېړۍ په اوږدو کی یوازنی افغان سیاسی مشر دی چه تر څلور اتیا MG زیاد کنځاوی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

غلام حضرت صاحب
ستاسو تبصرې په زړه پورې دي، د مطلب د افادې لوړ استعداد لری،، که تاسو د تبصرو اعتیاد لری نو ماشانته لوستونکي بیا د سازنده تبصرو د لوستلو اعتیاد لري.

حکمتیار صاحب زوړ شو خو بلوغ ته ونه رسېد، په خپله خودخواهۍ کې سوځي او ورځ تر بلې یې هغه سترې خبرې او د سیالو جهادیانو په اړه تمسخرامیز کنایي اظهارات یو یو له غاړې کيژي.

منحرف جهادیان د نن عصر ریښتونو مجاهدینو ته لوی عبرت دی.

حاجی اتاڼچی
میلمه
حاجی اتاڼچی

غوربندی صاحب.بیا مو په غور کی څه ګلان کرلی؟څه موده کیږی چه سوشل میډیا کی یوه ویدیو لاس په لاس کیږی ،پپه ویدیو کی واضح ښکاری چه یوه انجلی په تیږو ویښتله او سنګسار کیږی ،په دا ګناه چه کلنیک ته یوازی تداوی لپاره تللی وه،دا ده ریښتنی شهیده.الله ج د شهادت قبول کړی،دا د اوږدی مودی جنګ نتیجه ده،چه بعضی خلک دومره جاهل او ورسته یوړل شول لکه د اسلام له راتګ څخه مخکی زمانه کی چه جاهېلانو خپلی لوڼه ژوندی خښولی.د هر څه علاج شته راځی چه لومړی دا جګړه له منځه یوسو،ټول ورڼه قلم ته لاس کړی… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

که ماته اجازه راکوې او ما هم له تاسو ځخه بولې نو زما په عقیده سوله به هلته راځي چه اشغالګر ورک شي او دا د افغانانو طبعي ، رواجي اوحقوقي حق او غوښتنه ده ا
او که یواځې اتڼ وي میدان ګرم ، هم شراب وي هم کباب او هم …..نو دابه يواځې دمستو اتڼچیانو غوښتنې او په ګټو به یې وي نه د ټول ملت !
مونږ ازادي غواړو له اشغالګرو او داخلي داړه مارو مذدورانو څخه یې که په رضا نه وي نو د الله په مرسته په زور او داځکه چې دا زمونږ طبعي حق دی!!

حمید ناصری ...
میلمه
حمید ناصری ...

استاد غلام حضرت صاحب زه بیا ستاسی د نهایت دقیقو تبصرو د لوستلو معتاد یم، ډیرې معقولې، جالبی او مناسبی وی ، کاشکی مو د هیواد په ورځنیو حالاتو لیکنی هم کولای … یوه پوښتنه می دا کوله چی تاسو هماغه غلام حضرت شاکر صاحب یاستی چی کله کله یی په ځینو رسنیو کی مقالی هم نشریږی؟ مننه

pattang
میلمه
pattang

زه خو داسې فکر کوم چې افغانان دشخصیت ارزیابي نشي کولی او کیفي روان دي زما سره یې ډیر مسالونه شته ! حکمتیار ته به په هر کال کې cia دالر ورکول نو په دا اخرو وختو کې دا دالر cia پرې بند کړل نو حکمتیار ډیر غمجن پاتې شه او کله چې زمینه ورته برابره شوه نو پرې را وئیدانګل ! نه یې پير ته نه ملا ته او نه یې خپل ملت ته وکتل !!

pattang
میلمه
pattang

دحکمت ## خو اوس هغه اخلاقي چټلي برمنډه کیږي له کومې څخه چې په رښتیا ورڅخه دده هغه د ځواني پخواني اخلاق د حربیې په ښوونځي کې څرګندیږي ! وروڼو ! د روسې او ایران خبرې دلته لودګي او د اولس غلونه ده ! حقیقت خو داده چې افغانستان اشغال دی او اشغالګر هره ورځ افغانان وژني ، نو دازادي غږ او مبارزه د هر افغان ایماني او مسلماني دنده ده ! امریکا له افغانستان څخه ۱۰ زره کیلو متره لرې پرته ده او افغانانو هغې فاسدي امریکا ته هیڅ زیان ندی رسولی ، دوی بر ناحقه زمونږ هیواد اشغال… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ګران او محترم وروره حمید ناصری ! سلام علیکم. وروره ستاسی سترګی او زړه به ښکلی وی چه زما لیکنی درته ښکلی ښکاری که نه زه او لیکنی می چندان شیان نه یو. د شاکر صاحب لیکنی می لوستی دی، ښه معقول شخص ښکاری، خدای دی هغوی ستاسی سره په خپل امان کی وساتی. زه غلام حضرت نومېږم خو ( شاکر) نه نومېږم البته شاکر یم، شاکر یم چه انسان یم او شاکر یم چي شکور خدای پېژنم او شاکر یم چه محمد رسول الله راته تر خپل اولاد ګران دی.شاکر یم چه د دوږخ او جنت پر موجودیت سخت… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

زمونږ د مسلمانانو او په ځاتګړی ډول د افغانانو ( چه نیمه پیړی یی د روسانو او امریکایانو په اشغال کی تیره شوه ) لویه ستونزه همدا چه د مفاهمو په خای مجادلی سره لرو، د مجادلو یو علت هم دغه غریبی او بل د نیمی پیړی ناپوهی کی لوی شوی یو خو ځانو ته بیا هم په نیکټایو باندی سیاست پوهان وایو. ځینی وایی چه قلمی مبارزه یا جهاد وکړو، دا سمه خبره ده کوم جهاد چه قلم کوی هغه توره او ټوپک نه شی کولای مګر د زمان او مکان د شرایطو پوری اړه لری که زمونږ مخالفتونه… نور لوستل »

حاجی اتاڼچی
میلمه
حاجی اتاڼچی

محترم مجا هد صاحب.زه په خپله نه سیاستمدار، او نه کوم ګوندی سړی یم.ساده اتاڼچی او ولسی سړی یم،د دا اشغال لغات فکر کوم ډیر غټ لغات دی،داسی لغات دی چه پنځوس کاله یی خلک .سیاسی ګوندونه په خپله ګټه استعمالوی،افغنستان یو ازاد،مستقل ،هیواد دی،دا به درسره ومنم چه سیاسی ګوندونه ،او څیری تر پوزی پوری اشغال دی.مثال زاړه مجاهدین له امریکا سره،او طالیبان له پاکستان او روسیه ایران سره.اشغال شوی ملک داسی وی لکه فلسطین.افغانستان ماشالله هر څه ازاد دی.هر څه دلته افغانستان کی لرو ،صرف سوله مو نشته.زه فعلا اتڼ ته راوان یم اینده کی به انشالله ډیر… نور لوستل »

احسان
میلمه
احسان

محترم مجا هد صاحب.زه په خپله نه سیاستمدار، او نه کوم ګوندی سړی یم.ساده اتاڼچی او ولسی سړی یم،د دا اشغال لغات فکر کوم ډیر غټ لغات دی،داسی لغات دی چه پنځوس کاله یی خلک .سیاسی ګوندونه په خپله ګټه استعمالوی،افغنستان یو ازاد،مستقل ،هیواد دی،دا به درسره ومنم چه سیاسی ګوندونه ،او څیری تر پوزی پوری اشغال دی.مثال زاړه مجاهدین له امریکا سره،او طالیبان له پاکستان او روسیه ایران سره.اشغال شوی ملک داسی وی لکه فلسطین.افغانستان ماشالله هر څه ازاد دی.هر څه دلته افغانستان کی لرو ،صرف سوله مو نشته.زه فعلا اتڼ ته راوان یم اینده کی به انشالله ډیر… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

ته به لیکوال یی، خو له سیاست څخه ډیر لری. فرض وکړه طالبان راغلل او دا تړون هم فصخه شو، نتیجه به یی څه وی؟ طالبان او خلک لکه تا د ولس څه پروا لری چه مړه کیږی او یا تباه کیږی. د دی تړون په ذریعه اوس په زرګونو عسکر چه د وطن د دفاع لپاره اماده دی تمویل لیږی. حکومتی عسکر خو داسی ندی لکه طالبان چه له آسمانه ملایکی ورته وسایل، تجهیزات و سلی را ولیږی دوی خو چه ژوندی دی د همدی تړون په وسیله دی. مونږه افغانان الله (ج) ذلیه کړی یو ځکه چه په… نور لوستل »