افغانستان

سرچينه: عاطف مشعل په اسلام اباد کې د افغانستان نوی سفير ټاکل شوی

سرچينه: عاطف مشعل په اسلام اباد کې نوی سفير ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت باوري سرچينې وايي، چې د کريکټ بورډ پخوانی مشر عاطف مشعل په اسلام اباد کې د عمر زاخېلوال پر ځای د افغانستان نوی سفیر ټاکل شوی دی.

د ارګ او بهرنيو چارو وزارت وياندويانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

سرچينې په داسې حال کې اسلام اباد لپاره د عاطف مشعل د ګومارل کېدو خبر ورکړی، چې په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال څه موده وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني ته خپله استعفا لېږلې وه، خو د ولسمشر له لوري نه وه منل شوې.

عاطف مشعل له ۲۰۱۶ راهيسې د کريکټ بورډ مشر و، څو ورځې وړاندې يې له خپلې دندې استعفا ورکړه او پر ځای يې عزیز الله فضلي ټاکل شوی دی.

عمر زاخېلوال تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو له تېرې اوږدې مودې راهيسې يې د استعفا په اړه ګنګوسې تودې وې، څه موده وړاندې يې خپله رسمي استعفا هم ولسمشر غني ته لېږلې وه، خو هغه نه وه منلې.

د عمر زاخېلوال په اړه ويل کيږي، چې د راتلونو ولسمشريزو ټاکنو نوماند دی، خو هغه تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x