ادبي لیکني

«د اجل په دروازه کې»  دازادۍ کوکې! / الياس «فاتح»

نن  يو ځوان اتل ، دخپل عصر يوې داسې لويې جګړې ته پناوړې، چې دامت دماضي د وياړونو، غورځنګونو ،کساتونو ،  بښنو ، ديني او جغرافيوي تاريخي ارزښتونو لړۍ  پرې ولاړه  او

تر  يو  نامعلوم  مستقبل ، بې دريغه ارمانونه او هیلې ورپورې غوټه دي.

دا په داسې لوړو وسپنيزو عزايمو سره ،چې  د تېر و عصرونو قربانيو او فداکاريو بريدونه ماتوي او دخپل  عصر  سرشاره اتلان پرې ننګوي او ازمويي.

هوکې! دا داجل په نيمکښه دروازه کې هغه  سپېڅلی اتل دی چې له خدای سره دخپل ځان دقربانۍ په بدل کې دامت دازادۍ او سوکالۍ دجنتي ژوند ترلاسه کولو سودا کوي.

هو!دا داجل په درواز کې هاغه ليونی اتل دی ،چې په خپل اتل ملت کې ترعقل  ورهاخوا استعدادونه  او ځواکونه  لټوي.  دا دجهادونو او جنګونو يو مجنون ليکوال دی ،چې په اسانه اجازه  نشي ورکولای  چې په خپل   ملت  کې  دمعنويت بشپړ مرګ وويني.

هغه په دې متکي دی چې دې مجاهد ملت کې يو داسې ويښ ضمير شته چې تر عقلي ځواک يې ورلوړ دی او ځکه  يې ورڅخه دخپلې محبوبې ليلی زړه راښکونکې څېره جوړه کړې .

هو! دا داجل په دروازه کې ،دفتحې پر درشل هاغه ولاړ فاتح دی ، چې دتکبيرونوتندريز غږونه او دتورو بوږنوونکې خرپاوې يې ديرغليزو  زړونو پردې ورڅېروي او داميدونو مراندې ورشلوي.

اوپه پايله کې يوه داسې فاتحانه  او باور  وربښونکې فضا رامنځته کوي،چې دافغانستان هيبتي خاوره او هوا،له کفري لښکرو کسات اخلي،او داشغال بدبويه  مړی يې دافغان په خوفناکو ګړنګونو  کې ، سره له خپلو چټلو اهدافو  د زمانې د پيغورونو اړوو نکو سيليو  خوراکوي.

دا کسات له هغو وحشي زبيښاکګرو نه اخلي،چې په ډېره  بې رحمۍ آن کوچني ماشومان هم په زانګو کې او يا دميندو پر سينو پورې نښتې ،تر کيمياوي بمونو لاندې او دباروتو  په لمبو کې لولپه کوي.

هو! دا داجل په دروازه کې هاغه  جهادي او ابدي اديب دی،چې دولسونو ارادې دحماسې اصلي محور ګرځوي،او په همدې توګه دخپل شاعرانه اعجاز د مسلمان ولس په فکري او عملي نړۍ کې داسلاميت او انسانيت انقلابي څرکونه ځلوي. او افغانۍ  – پښتنې ټولنې ته دجهاد عالي ادبيات راپنځوي.او يوه ارزښتناکه  غنا را عنايه کوي.

دا چې مونږ دجهاد نسل يو، مونږ  په رښتيا جهادی ادبياتو ته اړتيا لرو، خو له بده بخته چې زمونږ په معاصره مسلمانه ادبي نړۍ کې یوازې په ګوتو شمار شخصيتونه او شهکارونه لرو چې زمونږ لپاره دحقاني او جهادي پراخه آفق ته دکړکۍ پرانيزلو هڅې کوي.

چې  له همدغې مجموعې يو هم، ځوان شاعر  فدايي استاد علي انس دی ، چې دا څو کليزې يې دخپل ځيګر د وينو په تېلو دجهادي ادب ډېوه روښانه کړې ده .

هو! د اجل په ددروازه کې ، دا  په  احساس او جذبو  راتخنيدلی شاعر ، فدايي علي انس دی ، چې خپل محاصره شوي  ولس ته ، دازادۍ کړيکې او کوکې وهي،او تر نامعلوم برخليک يې راژغوري.

هاغه  طالب او فدايي انس  ، چې خپله په تڼاکو پښو د حالاتو په سکروټو کې مزلونه کوي، خو د زبېښاکګرو دوحشت په سروغرمو کې سوځيدلي ملت ، جل وهلي اميدونه دمنزل ترزمزمه رسوي.

او که په دې سخته لاره  کې هر څومره ستړی  ستومان شي، بيا هم دمايوسۍ ځګ ته لاس نه اچوي،بلکې د خپل کروړلي ملت  په بدرګه ، له  اسلامي او افغاني دود سره سم ، خپل سترخدای (جل جلاله ) ته  په جرګه ورځي او مرسته ترې غواړي:

راځه نرګسه دواړه په جرګه جانان ته ورشو

زه هسې هم ولاړ يم ،داجل په دروازه کې

فدايي استاد ښاغلی علي انس د خوږې پښتو هغه شکرډوله شاعر دی چې دشعر په خواږو يې دزړونو او ذوقونو  توتيان پايي.

هغه يوازې دخدای په ورکړي شاعري استعداد بسنه نه ده کړې، بلکې دحضرت حسان (رض) دوراثت ګټڼې ترڅنګ يې دعمري مستې توري شرنګولو هنر  هم ترلاسه کړی، چې عملا يې دځوانۍ ګردې مستې شېبې  دصليبي تاړاک پرضد په جهادي معسکراتو او سنګرونو کې تېرېږي.

نوموړي خپل شعري صنعت په جهادي پېغامونو رنګين ساتلی، او دحماسي شاعرۍ يو بېل کمال يې هم   پام کې نيولی ،چې ترډېره بريده يې خپل اکثريت نالوستي ولس ته دشعرپه ساده او خواږه ژبه يې د ازادۍ او في سبيل الله جهاد ته د بلنې پېغام ورکړی، وايي:

يوه ليلا  د ازادۍ شوې وران جهان ته  –  داسې حسن يې چې زړه درپسې ګرځي

ته يې غوښتنې دسرو وينو په بدل کې  –  طالبان دې ميلمانه درپسې ګرځي

خو کله يې دشعر ښاپېرۍ دخيال پرتندي داسې جادوګرې زلفې وشني ، چې بيا په دغه خپره شوې توره شپه کې بې اختياره ترې ملکوتي نارې وځي او نازک خيالي يې دشعر په رګ رګ کې غځونې وکړي:

لاسونه په سېنه شپه تروږمۍ ده انتظار کې

جوړه يې له دعا سره سلګۍ ده انتظار کې

داوښکو لوی کاروان يې دسېنې په دښت روان دی

سهر ورباندې تېر دی غرمکۍ ده انتظار کې

دمينې له کتابه يې دزړه احساسات وړي

راغلې يې دحسن ښاپېرۍ ده انتظار کې

ددې حماسي شهکار(   داجل په دروازه کې )  دروند استاذ فدايي علي انس  ته ، دزړه له تله  مبارکي وايم، او  له لوراند خدايه دزياتو خدماتو توفيق ورته  غواړم.

غواړم ددې سترڅې هڅې په زور  معاصر شاعران وننګوم،چې خپلې مجاهدې ټولنې ته دجهادي روحيې بښونکي معياري ادبيات راوپنځوي،څو جهادي ادب په دومره   ځواک وځليږي،چې نړيوالو  طاغوتي ککريو کې شيطاني ماغزه ولړځيږي،او په وينو سره لاسونه ورپيږي،او زمونږ اسلاميت، افغانيت او پښتونيت ته سلامي وکړي.

په تلو تلو کې، خپلې خبرې رانغاړم او ګران لوستونکي په جهادي جذبه د دې جهادي او ادبي شهکار  لوستلو او له هغه څخه دخوند اخستلو  ته رابولم.

دجهادي ادب دترقۍ او دګران وطن دازادۍ په هيله

محمدالياس «فاتح»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فرهاد بیدار

ډېره جالبه لیکنه ده ومې لوسته خو د دغې شعري ټولګې لوستلو ته بیخي تږی پاتی شوم ، که دغه ټولګه هم نشر کړئ د ادب په ډګر کې به مو لوی خدمت کړی وي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x