افغانستان

«ديموکراسي د افغانستان لپاره» مؤسسه د خپلې خوښې وکيلان پارلمان ته ليږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي چې «ديموکراسي د افغانستان له پاره» مؤسسه د خپلې خوښې نوماندان ولسي جرګې ته د بريالي کولو هڅې کوي.

د ولسي جرګې يو شمير غړي وايي چې «ديموکراسي د افغانستان له پاره» مؤسسې له يو شمير نوماندانو سره له ډېر وخت راهيسې په مجلسونو بوخت دي او غواړي چې په دې توګه ځينې هغه وکيلان چې د دوی د ګټو او اهدافو ملاتړ کوي ولسي جرګې ته بريالي کړي.

ويل کيږي چې ديموکراسي د افغانستان له پاره مؤسسې چې ترشاه يې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) او په افغانستان کې د امريکا سفارت ملاتړ دی له دې لارې هڅه کوي چې د خپلې خوښې او ملاتړ
نوماندان ولسي جرګې ته بريالي کړي.

دغه موسسه چې مشري يې د افغانستان د چارو د ادارې پخوانی مشر داؤد نورزی او اجمل غني کوي تر دې وړاندې يې هم له يو شمير نوماندانو سره کتلي دي او په راتلونکو ټاکنو کې يې د بريا ژمنې ورسره کړي دي.

که څه هم ددغې مؤسسې مسؤلين رسنيو ته له څه ويلو څخه ډډه کوي او نه هم خپلو غونډو ته رسنۍ وربلي؛ خو په خپله رسمي فيسبوک پاڼه يې د نوماندانو انځورونه خپاره کړي دي او ويلي يې دي چې له يو شمير نوماندانو سره د راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې شوې دي.

دغې مؤسسې چې پرون يې هم په سرينا هوټل کې غونډه درلوده چې په کې پکې ددې موسسې او امريکا سفارت استازې هم وې له نږدې ۱۵۰ تنو نوماندانو سره يې ليدلي دي، چې په مشروط ډول يې ورسره په راتلونکو ټاکنو کې د بريا ژمنه کړې ده.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو له پاره د ګوندونو، سياسي احزابو او مدني ټولنو له لوري او په مستقل ډول څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه نوماند کړي دي چې ۲۵۰ تنه به ولسي جرګې ته بريالي کيږي، خو ددغې مؤسسې دغو هڅو ډېر نوماندان او وکيلان انديښمن کړي دي او وايي چې دغه چاره د افغانستان د اساسي قانون او ديموکراسۍ د اصولو خلاف کار دی.

د ولسې جرګې غړي او نوماندان وايي چې دغې موسسې د خپلې خوښې يو شمير نوماندانو سره ژمنه کړې ده
چې پارلمان ته يې بريالي کوي چې په راتلونکې ولسي جرګه کې به د دوی په ګټه کار کوي او ځينې غوښتنې به يې په ځای کوي.

د ولسي جرګې يو خپلواک نوماند سيد مجبتی انوري وايي چې ديموکراسي د افغانستان له پاره موسسه ددې له پاره ددغو نومانو ترشاه ولاړه ده چې هغوی خپلې موخې او خپل اهداف پرې ترلاسه کړي او په راتلونکې پارلمان کې د دوی په ګټه کار وکړي.

تر دې وړاندې هم په نورو چارو کې ددغې موسسې له ډېرو نوماندانو او نورو چارواکو سره ناستې او ليده کاته کړي دي،چې زیات وخت دغه ډول ناستې له رسنيو څخه په پټه توګه ترسره کيږي.

ددغې مؤسسې په خوښه له ټاکل شويو نوماندانو سره وخت په وخت غونډې کيږي چې پرون (شنبه تلې ۷مه) نېټه هم غونډه جوړه شوې وه چې په کې په لسګونو هغه نوماندان چې له دغې موسسې سره اړيکې لري وربلل شوي وو او يو ځل بيا ورته په ټاکنو کې د بريا ژمنه ورکړل شوې وه.

د ولسي جرګې برحال غړی سرور عثماني ددغې موسسې په دغه کړنه نيوکې کوي او وايي چې دغه کار به د افغانستان د راتلونکې پارلمان له پاره يو بد پيغام ولري او زياتوي چې دا د افغانستان د اساسي قانون او ديموکراسۍ له اصولو سره په ټکر کې اقدام دی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې ګن شمېر بهرنۍ مؤسسې کار کوي چې د شنونکو په باور د همدې مؤسسې له لارې اړوندې ادارې غواړي چې په افغانستان کې خپلې موخې او اهداف افغانانو سره د مرستې او پرمختګ په نامه ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x