ورزش

راشد خان په الراونډرانو کې د نړۍ لومړی مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او نامتو سوکه توپ اچونکي چې په تېره نیږدې کې په توپوهنه کې هم ښه ځلیږي په یو ورځنیو سیالیو کې د الراونډرانو په لیست کې لومړی مقام خپل کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په اسیا جام سیالیو کې د راشد خان په توپ اچونه او توپوهنه کې کارکردګي تر نورو الراونډرانو غوره وه چې په مرسته یې پرمختګ وکړ او په لومړي نمبر شو.

راشد خان د بنګلدیش لوبډلې پخوانی لوبډلمشر شکیب الحسن له لومړي مقام څخه وروسته پریښود او شپږ څوکۍ پرمختګ یې وکړ چې په مرسته یې په لومړي نمبر شو، نوموړي درېیم مقام لرونکی محمد نبي هم شاته پریښود.

د افغانستان لوبډلې په تاریخ کې لومړی وار شو چې یو لوبغاړی دې د یو ورځنیو سیالیو په برخه کې د الراونډرانو په حیث لومړی مقام خپل کړي، له دې وړاندې محمد نبي دویم نمبر خپل کړی و.

راشد خان د اسیا جام په پنځه سیالیو کې چې د هند، بنګلدیش، پاکستان او سرېلنکا پر وړاندې ترسره شوې، لس ویکټې واخیستې او ترڅنګ یې ۸۷ منډې هم جوړې کړې، په دې کې د نوموړي د بنګلدیش پر وړاندې په زړه پورې نیمه سلیزه هم شامله ده، د الراونډر تر څنګ په توپوهنه کې راشد خان ۹۷م نمبر ته پورته شو.

د توپ اچونې په برخه کې راشد خان د هندي توپ اچونکي جاسپریټ بومرا سره سخته سیالي لري، له اسیا جام وړاندې د دواړو تر منځ شل پواینټونه خو اوس لس پواینټونه توپیر لري، راشد له ۷۵۵ پواینټونو څخه ۷۸۷ پواینټونو ته پورته او بومرا له ۷۷۵ څخه ۷۹۷ ته پورته شو، چې ترمنځ یې دولس نمبرې توپير کم شوی.

راشد خان دا مهال د شل اوریزو سیالیو توپ اچونکو په پوړ بندۍ کې د نړۍ لومړی مقام، یو ورځنیو کې دویم مقام لري، همدا ډول د شل اوریزو سیالیو توپ اچونې برخه کې هم لومړی مقام لري، چې اوس یې په توپوهنه کې نوی پرمختګ کړی.

له بل اړخه د افغانستان لخوا محمد شهزاد په توپوهنه کې ۱۶ څوکۍ پرمختګ کړی او په ۳۶م نمبر شو، مجیب الرحمن په اسیا جام کې په غوره توپ اچونه یو وار بیا پرمختګ کړی او ۱۵ څوکۍ وړاندې شوی چې د ۶۷۹ نمبرو سره له ۲۳م نمبر څخه ۸م مقام ته رسیدلی دی.

افغانستان لوبډلې په یاد جام کې غوره کارکردګي د نړیوالو پرمخ نندارې ته وړاندې کړه، چې پنځه څوکۍ وړاندې شوی، خو بالعکس پاکستان او سرېلنکا لوبډلې درې-درې پواینټونه له لاسه ورکړي دي، افغانستان د ۶۷ پواینټونو سره لسم، ویسټ انډیز د ۶۹ پواینټونو سره نهم او سرېلنکا د ۷۷ پواینټونو سره اتم مقام لري، تمه کیږي چې افغانستان به ډیر ژر له سترو لوبډلو څخه هم وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x