افغانستان

طالبان: ننګرهار کې مو له ولس سره جګړه نه ده شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې تيره ورځ رسنيو خبر ورکړ چې په ننګرهار ولايت کې طالبانو له ولسي خلکو سره جګړه کړې، طالبانو دغه ادعاوې رد کړې.

تيره ورځ د ننګرهار ولایت د ۲۰۱ سيلاب قول اردو ويلي وو چې طالبانو د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ په ارغچ سيمه له ولسي وګړو سره جګړه کړې چې له امله یې څو تنه طالبان ټپيان شوي دي.

د سيلاب قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې په دغه بريد کې يو طالب وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبر پاڼه کې د سيلاب قول اردو دغه اوازې رد کړي دي او ويلي يې دي چې په سیمه کې هيڅکله له ولسي وګړو سره جګړه نه ده شوې.

ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د ننګرهار په هيڅ سيمه کې داسې پيښه نه ده رامنځته شوې او نه هم طالبان له ولس سره کومه ستونزه لري.

د مجاهد په وينا اسلامي امارت د خپل ولس د ازادۍ او سوکالۍ له پاره مبازره کوي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د دولت له لوري د طالبانو په وړاندې دغه ډول ادعاوې شوې وې چې طالبانو يې په وخت سپيناوی کړی دي.

طالبان وايي چې د داسې تبليغاتو په خپرولو سره دولت غواړي چې د طالبانو او ولس ترمنځ واټن زيات کړي او خلک له طالبانو څخه خوابدي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x