اردوغان المان کې د اروپا تر ټولو لوی جومات پرانيست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د المان په کولن ښار د ترکانو يو جومات چې په اروپا کې تر ټولو لوی جومات بلل کيږي، پرانيست.

دالمان په کولن ښار کې ددغه جومات د پرانیستې له پاره ګڼ شمير ترکان راټول شوي وو او ولسمشر رجب طيب اردوغان ته يې تود هر کلی ووايه.

دغه جومات چې د اروپا تر ټولولوی جومات بلل کيږي د المان په کولن ښار کې ميشتو ترکانو جوړ کړی دی چې څه موده وړاندې يې چارې پيل شوې وې چې اوس بشپړ شو.

ددغه جومات طرحه چې د ترکانو له خوا وړاندې شوې وه يوه الماني انجينر ډيزاين کړې ده چې په کې د اسلامي او عصري ودانيو د جوړښت او ډيزاين له ميتودونو په کې کار اخيستل شوي دي.

ددغه جومات ودانۍ په اروپا کې بې سارې بلل شوې ده.

دغه جومات چې په شپږ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی په يوه وخت په کې ۱۲۵۰ تنه لمونځ کوونکي ځاييږي.

د جومات ترڅنګ يو کتابتون، د دينې زده کړو مرکز، د نندارتون خونه او د غونډو له پاره تالار هم جوړ شوی دی.

د جومات د ديوالونو زیاته برخه له هيندارو جوړه شوې ده، ددې ترڅنګ دوه منارې هم لري چې د نورو جوماتونو له منارو سره په توپير کې په عصري توګه جوړې شوي دي.

ددغه جومات د پرانيستې پرمهال د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل : کله چې موږ ددې بنسټ ډبره کېښوده، ځينو تنګ نظرو مخالفت وکړ او اعتراضونه يې وکړل خو له هغوی يې مننه وکړه چې ددغې پروژې په ملاتړ کې يې همکاري کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د