چين د يوه نهر نوم د دې لپاره بدلوي، چې نوم يې اسلامي دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): چينايي چارواکوو پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد په نينګشيا سيمه کې د يوه نهر نوم د دې لپاره بدل کړي، چې نوم يې اسلامي دی او له عربي ثقافت سره تړاو لري.

د دغې سيمې ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي او د «هوي» قبيلې خلک دي.

د امریکا نيوز ويک مجلې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د دغه نهر نوم «ايي» دی او په تاريخي توګه د بي بي عايشه صديقه رضي الله عنها په نهر ياديږي.

دغه نهر ۱۱۲ ميله اوږدوالی لري، چې له شپږ هېوادونو تېرېږي.

چينايي چارواکي وايي، چې د دغه نهر د نوم بدلولو پرېکړه يې د ۲۰۱۳ د قانون په رڼا کې کړې، چې په چين کې بايد ټول اجنبي نومونه په چينايي بدل شي.

په چين کې د هوي مسلمانې قبيلې د چارو څېړونکي ويلي، چې د دغه نهر نوم بدلول د چارواکو په جهل او ناپوهۍ دلالت کوي؛ ځکه چې «آيي» د هوي قبيلې د يوې ښايسته مېرمنې نوم و او زياته کړې يې ده، چې ځايي چارواکو ۸۶۰ پخواني کتابونه  هم له کتابتونو لري کړي، چې د هوي قبيلې په اړه په کې بحثونه شوي وو.

نيوزويک ويلي، چې دغه پرېکړه د چين مشرتابه د هغې تګلارې برخه ده، چې غواړي د چين ټول کلتورونه د بجينګ د کلتوري فکر تابع شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د