افغانستان

عبدالقادر اشنا د سرپل والي وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): عبدالقادر اشنا د ظاهر وحدت پر ځای د سرپل ولایت والي شو.

د سیمه‌ییزو ارګانونو اداره وايي، هغه يې پر فوق رتبه بست د دې ولایت لپاره والي ټاکلی دی.

ظاهر وحدت له دریو کلونو راهیسې په سرپل کې د والي په توګه دنده ترسره کړه، چې د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې يې دنده ستایلې ده.

له دې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، عبدالقادر اشنا د جمهوري ریاست د ۱۱۵۳ حکم او د یادې ادارې د وړاندیز پر اساس د سرپل والي شو.

سرپل یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې امنیتي وضعیت يې ترېنګلی او نږدې درې اوونۍ وړاندې يې د سقوط اندېښنې هم رسینزې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x