افغانستان

مېلر: د جګړې پر ځای غوره ټاکنه سوله ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیانو نوي قومندان سکاټ مېلر ويلي، د جګړې پر ځای ښه ټاکنه سوله او پخلایینه ده.

پنټاګون نن په یوه راپور کې د مېلر په حواله ویلي، چې دوی په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو په تمه پراته دي.

هغه ویلي، پر افغانستان له یرغل راهیسې يې ۱۱۰۰ عسکر له لاسه ورکړي او په وینا يې طالبان نور نه شي کولی د دوی د ځواکونو د وتلو په تمه پاتې شي.

مېلر دعوه وکړه، چې د دوی ځواکونه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې لپاره دلته اړولي دي.

د بهرنیانو عمومي قومندان اعتراف وکړ، چې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره جګړه پر مخ وړي.

هغه وویل، دلته چې د دوی ځواکونه په جګړه بوخت دي، اصلاً د خپلو هېوادونو د امن کولو لپاره جګړه کوي.

مېلر په داسې حال کې د سولې اړوند څرګندونې کوي، چې د پنټاګون نوې جوړې شوې الوتکې تېره پنجشنبه په افغانستان کې ازموېښتې بمباري وکړه.

بهرنیانو او افغان حکومت دا بمباري «لویه بریا» وبلله؛ خو ولسي جرګې اعتراف وکړ چې افغانستان د امریکا لپاره د وسلو ازمویېلو په مرکز بدل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x