ټرمپ: زه او د شمالي کوريا مشر پر يوه بل مين شوي يو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ويرجينيا ايالت کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته ويلي، چې له شمالي کوريا سره يې اړيکې خوږې شوي او زياته کړې يې ده؛ «زه او د شمالي کوريا مشر کېم جون اون پر يوه بل مينان يو.»

د امریکايي رسنيو د رپوټونو له مخې ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوريا مشر کېم جون اون د سنګاپور د ناستې پر بنسټ پرېکړې کړې، چې د تاوتريخوالي پر ځای به خپلې اړيکې ښې کوي او اون امریکا ته ډاډ ورکړی، چې د اټومي وسلو له جوړولو به لاس واخلي او شته اټومي سرګولولې به ويجاړې کړي.

د امریکا او شمالي کوريا اړيکې په داسې حال له ترينګلتيا د نرمېدو او اوس د «مينه‌توب» تر کچې رسېدلي، چې تر څه مودې وړاندې هم د دواړو هېوادونو چارواکو د يو بل پر ضد توندې څرګندونې کولې او پر يوه بل يې د اټومي بريدونو ګواښونه هم کړي وو.

ډونلډ ټرمپ ويلي: «موږ ډېرې لوړې ژورې او ترخې تېرې کړې، خو اوس د شمالي کوریا مشر ما ته د مينې ليکونه رالېږي او موږ دواړه پر يوه بل مين يو.»

د ټرمپ مينه‌والو د دغو څرګندونو په اورېدې ډېر وخندل او هغه يې تشويق کړ، خو ټرمپ خپل سکرتر ته وويل، چې د امریکا د ولسمشر په توګه د دغو خبرو له رسمي ياداښت کولو ډډه وکړي.

د امریکا او شمالي کوريا د اړيکو د  ښه کېدو سربېره هم يو شمېر امريکايي چارواکي د شمالي کوريا کردار ته د شک په سترګه ګوري.

د شمالي کوريا د چارو څارونکو درې امريکايي چارواکو ويلي، چې د اټومي وسلو د تلف کولو په اړه تر اوسه شمالي کوريا کوم ګام نه دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د