هرات: فارسي کې له ګڼو پوستو اربکیان تښتېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): د هرات د فارسي په قیصار ناوه کې له ګڼو پوستو اربکیان تښتېدلي او څو تنه يې طالبانو ته ژوندي په ګوتو ورغلي.

طالبان په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکي، قیصار ناوه کې شاوخوا ۱۲۰ تنه اربکیان په ګڼو پوستو کې مېشت و، چې ۱۶ يې دوی ژوندي نیولي او نور په تېښته بریالي شوي دي.

له یادې سیمې د اربکیانو تېښتې پراخې سیمې طالبانو ته په واک ورکړې دي.

خبرپاڼه لیکلي، چې له دې سره «نواباد، صالح اباد، سیاپلو، سیبک، سغزک، بیدک، حاجي باغ، محمداباد، صغرا، صغرخانه، صغرخانه بالا، سخیدان، پایه سار، خواجه ګک چې په ۱۲ مسجدونو مشتمله پراخه سیمه ده، کشک، چشمه عزیزان، تیلک، چهارسنګ، آب خنک، عالمان، شیمبک، پایبیک، پاییدعلیا او تګورود» سیمې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

طالبان وايي اوس یوازې د فارسي ولسوالۍ مرکز دولتي ځواکونو ته ور پاتې دي، نوره بشپړه ولسوالۍ د دوی له سرتېرو سره ده.

د هرات ځايي چارواکو د اربکیانو د تلفاتو او ماتې په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د