
د کورنیو چارو وزارت: نوماندان باید له پولیسو سره په همغږۍ غونډې جوړې کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي راتلونکو ټاکنو ته نوماندان، باید له دوی سره په همغږۍ غونډې جوړې کړي.
د دې وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د نوماندانو شمېر دومره زیات دی، چې که ټول ځواکونه هم د دوی د ساتنې لپاره وګمارل شي، کم به وي.
هغه وویل د دې لپاره چې ټاکنیزې غونډې يې خوندي وي باید له دوی سره خبره شریکه کړې.
د ټاکنو کمیسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي، د ټاکنو لپاره د نهايي لیست له اعلان وروسته تر اوسه پورې اته تنه نوماندان وژل شوي دي.
هغه وویل د دې نوماندانو ډېری په کابل کې وژل شوي دي، چې نور يې هم اندېښمن کړي دي.
په ورته وخت کې ګڼ نوماندان پر دې باور دي چې د دوی پر ضد ستونزه جوړولو کې حکومت هم شریک دی.
د دوی په باور حکومت هڅه کوي د خپلې خوښې نوماندان بریالي کړي، ځکه خو نورو ته هر ډول ستونزه جوړولی شي.
د راتلونکو ټاکنو لپاره چې د روانې میاشتې په ۲۸مه يې د کېدو تمه شته، ټاکنیز تبیلغات د تلې له شپږمې شروع شوي چې شل ورځې به دوام ولري.