د زړه ناروغي څنګه رامنځته کیږي؟ نښې، لاملونه او مهمه پاملرنه!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ تلې، ۱۳۹۷ل): د روغتیا نړیوال سازمان په نوي راپور کې ویل شوي چې په نړۍ کې هر کال له ۱۷ ملیونو څخه زیات کسان د زړه ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د زړه په ناروغۍ کې د زیاتوالي ستر لامل ذهني فشار، نشيي توکي/تمباکو، شکر ناروغي، د وینې لوړ فشار، هر وخت ناسته، د مالګې زیات استعمال، غیر فعاله ژوند، چاغوالی، زیات خوراک او په منظم ډول ورزش نه کول د زړه ناروغیو له سترو لاملونو څخه دي.

هغه نښې او لاملونه چې د زړه ناروغۍ رامنځته کوي:

سټریس یا خپګان

د زړه ناروغۍ رامنځته کېدلو څخه یې یو سټریس یا خپګان کول دي، خپګان یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، د داسې ناروغۍ ښکار کس ډیر ژر د زړه په ناروغۍ اخته کیږي.

سر دردي

همیشه له سر دردۍ څخه اندیښمن خلک د زړه ناروغۍ ښکار کیږي، د پوهانو په وینا چې د زړه ناروغانو ۴۰ سلنه کسان زیاتره په سر درد ناروغۍ اخته وي.

سر تاوویدل

تاسې به ډیر وخت احساس کړی وي چې د یو دم پورته کېدلو، منډې وهلو یا ورزش کولو پروخت مو سر تاو شي، که له داسې پېښې سره مخ شوې نو سمدلاسه ودریږئ او ورزش مو بس کړئ، هر کله چې تاسو بدن ته حرکت ورکوئ (پورته کېدل، ورزش او منډه وهل) او سر مو تاو شي دا د زړه ناروغۍ نښه ده.

ستومانتیا

سخته ستومانتیا هغه مهال محسوسیږي چې کله یو سخت کار سر ته ورسول شي او یا خوب کم شوی وي، خو د پوهانو د وینا سره سم کله چې انسان د ستومانتیا احساس کوي دا د زړه ناروغۍ خواته اشاره ورکوي، دا ددې خبرې نښه ده چې زړه بدن ته د اکسیجن ورکولو پرمهال له سختې خوارئ څخه تیریږي، خو کله چې دغه مهال کې د ستومانتیا احساس وشي نو څرګنده ده چې د زړه پیاوړتیا کمه شوې.

د قدم اخیستلو پر وخت ستونزې

د زړه ناروغي د بدن رګونو سره اړیکې لري، کله چې مو د تګ په دوران کې له بندونو( ګونډو، ښنګري یا بل ځای) څخه شکایت درلود نو دا د زړه ناروغۍ نښه ده، د هډوکو ډاکټر ترڅنګ د زړه ډاکټر څخه هم درملنه وکړئ.

د پښو تلي سوځېدل

د زیات سفر پرمهال او د امیندوارو میرمنو د پښو تلي په عام ډول سوزش کوي، چې زیاته د اندیښنې وړ خبره نه ده، خو که چیرې تاسې سفر هم نه وي کړی او امیندواري (د میرمنو لپاره) هم نه لرئ، بیا هم د پښو سوزش لرئ، دا نښې څرګندوي چې د زړه ناروغي لرئ، سمدلاسه د زړه ډاکټر ته مخه وکړئ.

د خوب پرمهال د زړه درزیدا اوریدل

که د شپې لخوا مو د زړه درزیدا زیاتیږي او د خوب پرمهال هم د اوریدو احساس کوئ، نو ددې لپاره یوازې د خوب حالت بدلول بسنه نه کوي بلکې دا د زړه د خرابولي نښه ده، که چیرې له دغه کار سره په همیشه ډول مخ کیږئ نو هرو مرو د زړه ډاکټر ته ورشئ!

پاملرنه:

لومړی: که غواړئ د زړه ناروغي مخکې له دې چې په تاسو کې يې نښې څرګندې شي او ځانونه ترې وژغورئ، ددې لپاره هره ورځ په منظم ډول ورزش کول او متحرک ژوند تېرول (په یو ځای ناسته نه کول) تر ټولو مهم دي.

دویم: د زړه ناروغۍ څخه د ځان ژغورلو لپاره په خوړو کې د میوې او سبزي استعمال تر ټولو غوره نسخه ده، سربېره پر دې سره کړي، مساله دار او تروشه خواړه د زړه ناروغۍ په رامنځته کولو مهم رول لوبوي.

درېیم: د یوې ترسره شوې څیړنې له مخې ویل شوي چې د کالوریزو څخه برخمن سبا ناری کول، او د شپې لخوا کم خواړه خوړل د زړه، فالج او د وینې رګونو سره تړلي نورو ناروغیو ګواښ کموي.

څلورم: شین چای (په کمه اندازه برابر وي) څښل د شکر او زړه ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي.

پنځم: هره ورځ وچه مېوه خوړل د زړه ناروغیو ترڅنګ په بدن کې د کولیسترول کچه ټيټولو کې ګټور ثابتیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د