افغانستان

شمال کې څو تنه پوځي چارواکي بدل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): شمال کې په لوړه کچه څو تنه پوځي چارواکي بدل شوي دي.

د ستر درستیز قومندانۍ رییس ارکسان ډګر جنرال حبیب الله حصاري وايي دوی د ښې حکومتولۍ په تمه ځينې تبديلۍ راوستې دي.

هغه وویل، په بغلان کې د عامه نظم قومندان ذبیح الله غورځنګ په بلخ کې د شمال زون د عامه نظم د اوومې لوا قومندان ټاکل شوی دی.

جنرال حصاري زیاته کړه، په شمال زون کې د سرحدي ځواکونو د شپږمې لوا لپاره بیا ډګروال محمد جان د قومندان په حیث ټاکل شوی دی، چې وړاندې تر دې په زابل کې د عامه نظم د کنډک قومندان و.

په دې زون کې د عامه نظم پخوانی قومندان حسیب الله قریشی د سرحدي پولیسو د عمومي قومندان درستیزوال ټاکل شوی دی.

جنرال حصاري وویل دوی هیله لري چې په دې ډول به د پوځي ځواکونو تر منځ همغږي پياوړې شي.

په ورته وخت کې د سرپل ولایت لپار هم، عبدالقادر اشنا د ظاهر وحدت پر ځای، د والي په توګه ټاکل شوی دی.

په شمال کې دا تبدیلۍ په داسې حال کې کېږي، چې ټاکنو ته یوازې شل ورځې پاتې دي او ځینو چارواکو په شمال کې د ناامنیو له امله ټاکنې ناشونې ګڼلې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x