کندهار کې د نري رنځ د روغتون ډبره کېښودل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): کندهار کې د نري رنځ د درملنې په موخه د یوه ۲۵ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، په سویل لوېدیځ زون کې د نري رنځ ګڼو پېښو دا ایجابوله چې یو روغتیايي مرکز ودان شي.

هغه وویل په هلمند، روزګان، زابل او کندهار کې د نري رنځ د هرکال ناروغان تر زرګونو اوړي.

په وینا يې یوازې په روان میلادي کال کې د نري رنځ د تشخیص لپاره ۱۱زره کسان کتل شوي دي، چې ګڼو يې دا ناروغي درلودله.

د عامې روغتیا رییس وايي پر دې روغتون ټول دوه اعشاریه یو میلیون ایرو لګښت راځي، چې د بې پولي ډاکټرانو پر غاړه دی او چارې به يې په یوه کال کې بشپړې شي.

د بې پولې ډاکټرانو رسمي فیسبوک‌پاڼې هم د دې روغتون د جوړولو خبر ورکړی او لیکلي يې دي، چې دا يې د نري رنځ د پروژې یوه برخه ده.

سرچیينه زیاتوي: «تر اوسه پورې په دغه پروژه کې په مقاوم نرى رنځ اخته ٥٠ ناروغان تداوي شوي دي او ١٢ کسان د درملنې د مودې تر بشپړولو وروسته رخصت شوي دي.»

نری رنځ یوه ساري ناروغي ده، چې په کندهار کې د روغتیا مسؤلین يې په یاد زون کې په بېړه خپرېدونکی سرایت د اندېښنې وړ بولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د