ورزش

هند ته له زاریو وروسته پاکستان کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا ته مخه کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ تلې، ۱۳۹۷): د پاکستان کرېکټ بورډ د هند کرېکټ بورډ څخه له تیرې ډیرې مودې غواړي چې ددوی سره د شوي تړون طرحه عملي کړي، خو هند کرېکټ بورډ یې غوښتنو ته منفي ځواب وایي.

د دواړو بورډونو ترمنځ په ۲۰۱۴م کال کې د دوه اړخیزه سیالیو سیریز تړون لاسلیک شوی و خو هند کرېکټ بورډ د خراب سیاسي وضعیت له کبله د پاکستان سره سیالۍ ترسره کول لغوه اعلان کړل. د دواړو لوبډلو لخوا په تېرو لسو کالونو کې هیڅ کوم یو دوه اړخیزه سیریز نه دی ترسره شوی.

پاکستان کرېکټ بورډ د ۲۰۱۴م کال څخه تر اوسمهاله د ۳۵ ملیونه زیاتو افغانیو زیان اوښتی و چې لومړی یې له هند کرېکټ بورډ غوښتي وو تر څو دوی سره سیالۍ ترسره کړي، خو هغوی یې غوښتنه نه ده منلې او نه یې هم د سیریز ترسره کولو خبر ورکړی.

اوس د پاکستان کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا څخه غوښتي تر څو د دواړو کرېکټ بورډونو ترمنځ دغه ستونزه حل کړي او له هند کرېکټ بورډ څخه د یاد زیان بدله غواړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د پاکستان غوښتنه منل شوې او د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د کرېکټ نړیوالې شورا د ستونزو حل کمیټې ناسته کوي، او د یادې ستونزې په اړه به د دریم ګړي په حیث پریکړه کوي، چې دواړو بورډونو ته به د منلو وي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په ۲۰۱۴م کال کې د شپږو دوه اړخیزه سیریز چې په کې ۱۴ ټيسټ، ۳۰ یو ورځنۍ او ۱۲ شل اوریزې لوبې شاملې دي، تړون لاسلیک کړی و، د پاکستان کرېکټ بورډ په وینا چې د هند کرېکټ بورډ له یاد تړون څخه سرغړونه کړې ده.

د پاکستان کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا ته په وړاندیز کې لیکلي چې د هند کرېکټ بورډ ددې حکومت تر اغیز لاندې دی او دوی به پاکستان ته د رسیدلي زیان بدله ورکوي.

له بل پلوه د هند کرېکټ بورډ پخواني مشر انوراګ ټاکر ویلي چې هند کرېکټ بورډ باید د پاکستان کرېکټ بورډ ته یوه انه هم ورنکړي، او د هند کرېکټ بورډ څخه یې غوښتي تر څو د کرېکټ نړیوالې شورا په ناسته کې ګډون ونه کړي.

یاده دې وي چې له تېرو نهو کالو راهیسي په پاکستان هېواد کې د خراب سیاسي وضعیت له کبله هیڅ لوبډله په یاد هېواد کې لوبې ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي، همدا لامل دی چې هند لوبډله د پاکستان پر وړاندې له سیالیو ډډه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x