نړۍ

ټرمپ: يوازې الله تعالی پوهېږي، چې له موږ پرته به پر سعودي څه وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز تريلينيونه ډالر لري او زياته کړې يې ده: «يوازې الله تعالی پوهيږي، چې له موږ پرته به پر سعودي څه پېښ شي.»

ټرمپ په ویرجينيا  ايالت کې د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال يوې غونډې ته وويل، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ته يې د ټيليفوني اړيکې پر مهال ويلي: «شايد ته د خپلو الوتکو په ساتلو هم ونه توانېږې، ځکه چې سعودي به ډېر ژر د برید ښکار شي، خو تاسې له موږ سره په بشپړ خونديتوب کې ياست، خو ستاسې د دفاع په مقابل کې موږ ته هغه څه نه راکول کيږي، چې بايد  راکول شي.»

په عين حال  کې، د سعودي رسمي خبري اژانس د شاهي ماڼۍ د مسوولينو له خولې ليکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ملک سلمان ته زنګ وهلی و او دواړو «د غوره دوو اړخيزو اړيکو» په اړه خبرې  کړي دي.

ټرمپ په خپلو څو ويناوو کې د سعودي له پاچا سره د خبرو يادونه بيا بيا وکړه او زياته يې کړه: «زما سعودي ډېر خوښيږي او نن سهار مې هم له ملک سلمان سره اوږدې خبرې کړي دي.»

ټرمپ د خپلو پلويانو او مينه والو غونډې ته د وينا پر مهال شکايت کړی، چې دوی د سعودي، جاپان او  جنوبي کوريا په څېر د شتمنو دولتونو ملاتړ کوي، خو دغه هېوادونه يې بايد په مقابل کې بيې پرې کړي.

د امریکا ولسمشر زياتوي: «موږ ولې د سعودي، جاپان او جنوبي کوريا په څېر دولتونو ملاتړ او ساتنه کوو، په داسې حال کې، چې په دغسې ترينګلي وضعيت کې دغه ډول ملاتړ څومره خطرناک او خونړی کېدای شي، چې شونې ده د ميليونونو خلکو د  وژل کېدو لامل شي، نو موږ ولې د دغو دولتونو ملاتړ وکړو؟ دوی بايد دغه بيې پرې کړي او تر ما وړاندې هېچا دغه ډول غوښتنه نه ده کړې»

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېر اوړي کې د امریکا ولسمشر سعودي ته د سفر پر مهال له ملک سلمان سره د وسلو پلورلو تړون لاس ليک کړ، چې د سپينې ماڼۍ د راپورونو له مخې د دغه تړون ارزښت ۴۶۰ ميليارده ډالر دی او د امریکا د وسلو پلورنې په تاريخ کې تر ټولو ګرانبیه تړون بلل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

ټرمپ: يوازې الله تعالی پوهېږي، چې له موږ پرته به پر سعودي څه وشي؟

د سعودی د مسلمان ولس په نمایندګی به فاحشه خانه کی د زیږول شوی ترمپ ځواب زه ولیکم :
که سعودی کی ملی او اسلامی حکومت د خلکو په اراده رامنځته شی نه تاسی ته اړه او نه به له تاسی وداریږی حتی تر تاسی به هم دمخه وی او نړیوالو ته د اسلامی عدالت به عرضه کولو عامه سوله او هوساینه ډالی کړی او تاسی ه د شیطانی دموکراسی د استثماری قوانینو په واسطه نور مظلوم بشریت استثمار نه کړی

جميل

دا جزيه به پر سعودي دولت نوره هم اضافه شي . دا چي ترمپ وايي چي له دوى پرته به پر سعودي سه پيش شي رشتيا وايي، له دوى پرته به د سعودي دولت هم نوي . يو وخت د سعودي يوه ژورنالست په امريكا كي د امريكا دوخت ددفاع وزير رمسفيلد نه وپوشتل چي مونژ په سعودي اخبارو كي پر امريكا بد نه وايو تاسي ولي مونژ ته بد واياست، رمسفيلد په ديره سپين سترگي په جواب كي ورته وويل چي ستاسو دولت به زمونژ د مرستي پرته موجوديت ونلري . دا چي ددوي د علماءو مشر او د… نور لوستل »

غ.حضرت

د جمیل ورور د فرمودی په تائید: اصلاً د سعودی مُلایان پدې خاطر زما د کرکی وړ دی چه یو معمولی کار چه پېړۍ پېړۍ زموږ په ټولنه کی مرسوم او مروج ؤ ( مثلاً د مړو زیارت) هغوی شرک ګاڼه او ګڼی ئې. که د شِرک معنی د خدای سره شریک نیول وی ( چه البته د مړو زیارت او یاد اصلاً شرک نه ګڼل کیږی) نو دا به یو ستر شِرک وی چه یو مُلا یا پاچا د خدای پر ځای د فرعونیانو څخه بېره ولری، البته د ظالم څخه بېره یو طبیعی کار دی او شاید شریعی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x