نړۍ

په امریکايي پوځ کې د ځانوژنې پېښې په بې ساري توګه زياتې شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا په پوځ کې د ځانوژنې پېښې دومره ډېرې  شوي، چې د چارواکو اندېښنې يې راپارولي دي.

د امریکا يوه څېړنيز مرکز په خپل څېړنيز ر اپور کې ويلي، چې په ۲۰۱۶ كال كې هرو سل زرو امریکايي پوځيانو کې ۴۵ هغو ځانوژنه کړې، چې عمرونه يې  «د ۱۸ او ۳۵» کلونو ترمنځ و.

د دغه راپور پر بنسټ په ۲۰۱۵  کال کې په سل زرو کې ۴۰ پوځيانو ځانوژنه کړې  وه.

په افغانستان ا و عراق کې د پخوانيو امريکايي پوځيانو د بنسټ مشر پل ريکهاف د دغه راپور د تائيدولو تر څنګ ويلي: «دا هغه پېښې دي، چې موږ يې شاهدان يو او کوشش کوو، چې په دې اړه د خطر زنګ ووهوو او چارواکي ورته متوجه کړو.»

د يادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې ده ته د افغانستان جګړه په ميراث ورپاتې ده، دغه جګړه يې د امریکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه بللې او ټينګار يې کړی، چې دغه جګړه بايد پای ته ورسول شي، خو د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال يې په دې اړه يې هېڅ يادونه ونه کړه.

د ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته يو شمېر امريکايي رسنيو د باخبره سرچينو له خولې ويلي، چې ټرمپ له دغې جګړې خپلې اوږې سپوي او بلک واټر ته يې سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x