زکام ناروغي هر کال د زرګونو امریکایانو ژوند اخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د ناروغیو مخنیوي او کنترول اداره وایي چې د زکام او د زکام سره تړلې ناروغي هر کال په نړۍ کې شاوخوا شپږ سوه زره انسانان له مرګ سره مخ کیږي، دوی وایي دغه شمېره په ځانګړي ډول په بې وزلو هېوادونو کې ډیره موندل کیږي ځکه چې هلته د کنترول او مخنیوي اسانتیاوې کمې دي.

خو د ځینو نورو راپورونه پر اساس چې تېر کال په امریکا کې له ۸۰ زرو څخه ډیر امریکایان د موسمي زکام له کبله مړه شوي دي، دوی اوس په هڅه کې دي چې سږ کال د واکسین او یا نورو ځانګړو درملنو له لارې د زکام مخنیوی وکړي او د مړو شمېره ټيټه کړي.

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي ادارې مشر ډاکټر رابرټ ریډفیلډ یادې شمېرې یادې کړي، چې په وینا یې د شمېرو له لحاظه یاد عدد تر ټولو زیات دی چې په امریکا کې د خلکو ژوند له لاسه اخلي.

د فاکس نیوز راپور سره سم د امریکا چارواکي وایي چې په انفلونزا یا زکام ناروغي او هغه ناروغۍ چې د زکام څخه رامنځته کیږي تېر کال د ژمي په موسم کې له ۸۰ زرو څخه ډیر کسان وژلي دي.

د ونډربیلت پوهنتون مشر استاد «ویلیم» ویلي چې دا شمېره خورا زیاته او د اټکل په خلاف دوه چنده زیاته ده، له دې وړاندې دغه شمېره تر ډیره ټيټه وه خو اوس په حیرانونکې ډول لوړه شوې.

له بل پلوه د امریکا د ناروغیو مخنیوي اداره وایي چې په وروستیو کلونو کې د زکام او ددې څخه تړلي وایروسونو له کبله په امریکا کې په ۲۰۱۱/۱۲ کالونو کې د ۱۲۰۰۰ او په ۲۰۱۲/۱۳ کالونو کې تر ۵۶۰۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و، خوسږ کال دغه شمېره په اوونۍ کې تر ۴۰۰۰ کسانو لوړه شوې چې حیرانونکې ده، د راپور پر اساس په تېر ژمي کې تر یو ملیون کسان د زکام ناروغۍ له کبله په روغتونونو کې بستر وو.

ددغه هېواد یو شمېر ډاکټران ټینګار کوي چې د زکام د مخنیوي لپاره د مني په موسم کې باید د زکام واکسین ترسره شي، تر څو په راتلونکې کې د مړو شمېر کچه ټيټه او د یادې ناوړه ناروغۍ مخه ونېول شي.

یاده دې وي چې په افغانستان کې هم د سړې هوا له کبله یو شمېر خلک پر دغه ناروغۍ اخته کیږي او یو شمېر نور یې ژوند له لاسه ورکوي، د عامې روغتیا وزارت نه دی توانېدلی په افغانستان کې له زکام څخه د مړو شویو شمېر په ډاګه کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د