ورزش

نولس کلنو اسیا جام: افغانستان خپله دویمه سیالۍ کې نېپال ته هم ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د نولس کلنو ځوانانو په اسیا جام سیالیو کې نن د افغانستان او نیپال لوبډلې مخامخ شوې چې د افغانستان نولس کلنو ځوانانو د نیپال نولس کلنو ځوانانو ته د درې ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د نولس کلنو څخه د کم عمره ځوانانو سیالۍ په بنګلدیش کې د ستمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه پېل شوي، او په کې ۸ لوبډلې شاملې دي. افغانستان په خپله لومړۍ سیالۍ کې د عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په ننۍ سیالۍ کې د نیپال له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف وټاکه، د افغانستان لخوا یو وار بیا توپ اچونکي ښه وځلېدل او د عظمت الله په مرسته یې د نیپال لوبډله تر کمو منډو محدوده کړله.

د افغان توپ اچوونکو له جملې څخه عظمت الله څلور، عبدالرحمن او قیس احمد دوه-دوه ویکټې واخیستې، عظمت الله او قیس احمد په تېره لوبه کې هم ښه ځلیدلي وو.

په ځواب کې د افغانستان لوبډلې ټاکلی هدف په ۳۸م اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړه، ددوی لخوا لوبډلمشر رحمان الله ګربز ۲۶، عظمت الله او عارف خان ۲۳-۲۳ منډې جوړې کړې.

عظمت الله عمرزي یو وار بیا په الراونډر کارکردګۍ ښودلو سره د لوبې غوره لوبغاړي جایزه وګټله، نوموړي د عربي اماراتو پر وړاندې هم نیمه سلیزه وهلې او ۲ ویکټې ترلاسه کړې وې.

افغانستان لوبډله به خپله درېیمه سیالۍ د هند نولس کلنو لوبډلې پر وړاندې د اکتوبر میاشتې په دویمه د سه شنبې په ورځ ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x