افغانستان

ټاکنو کمیسیون هر ټاکنیز مرکز کې یو څارونکي ګماري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د شفافیت په موخه د ټاکنو په ورځ هر مرکز کې یو څارونکي ګماري.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یوه غړي دستګیر هدایت بې بې سې ته ويلي، دوی به په ټولو مرکزونو کې څارونکي ولري، چې ټول شمېر يې پنځو زرو ته رسېږي.

هدایت وايي دغه څارونکي به د ټاکنو د ورځې په اوږدو کې شکایتونه ثبتوي او چارې به پر مخ وړي.

د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي دغه کسان به د پنځو ورځو لپاره دندې ولري او د یو ناظم له لوري به اداره کېږي.

دوی دا صلاحیت لري، چې د درغلۍ د مخنیوي په موخه په همغه ځای کې چې شکایت ورته شوی، حل لاره ورته پیدا کړي.

وړاندې تر دې د ټاکنو کمیسوین د سیاسي ګوندونو ائتلاف ته هم ور یاده کړې وه، چې د شفافیت په موخه دې د څارونکو شمېر ډېر کړي.

ټاکل شوې، راتلونکې ټاکنې د روانې میاشتې په اته ویشتمه له غزني پرته په نورو ولایتونو کې ترسره شي، چې د نا امنیو له امله به يې ډېر تمرکز د ولایاتو پر مرکزونو وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x