افغانستان

کونړ: ځانګړو ځواکونو د یو نوماند درې ساتونکي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د یو نوماند درې ساتونکي وژلي دي.

د کونړ د والي ویاند غبدالغني مصمم وايي، د ولسي جرګې لپاره د نوماند عطاءالله صافي درې ساتونکي د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

صافی وايي چې عملیات ځانګړو ځواکونو کړي دي، خو د والي ویاند وايي، دوی تر اوسه لا هم نه دي خبر، چې دغه عملیات بهرنیانو کړي که کورنیو ځواکونو.

د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره دغه نوماند زیاتوي چې امنیتي ارګانونو ورته ویلي چې امنیت باید پخپله ونیسي، ځکه خو يې ساتونکي ګمارلي و، چې کمپاین يې هم پر مخ ووړ.

د همدې عملیاتو په غبرګون کې د نرنګ ولسوالۍ ګڼو اوسېدونکو لاریون کړی و، چې د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول.

په ورته وخت کې د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولسي جرګې نوماند بلال سروري هم وايي، چې پر کور يې ناپېژاندو کسانو برید کړی او دوه کمپاینران يې ور ژوبل کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم ځينو نوماندانو اندېښنه ښوودلې وه، چې حکومت په لوی لاس د خپلې خوښې کسانو د بریا لپاره زمینه برابروي او د نورو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

پرون د کورنیو چارو وزارت وویل، چې نوماندان باید ټاکنیزې کمپایني غونډې هم له دوی سره په مشوره او همغږۍ جوړې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx