افغانستان

دفاع وزارت بلک‌ واټر ته د جګړې سپارل تبلیغات بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت مسؤلین وايي د بلک واټر کمپنۍ ته د روانې جګړې سپارل یوازې تبلیغات دي.

د دې وزارت ویاند غفور احمد جاويد رسنیو ته ویلي، دوی ته هم د دې جګړې خصوصي کول د منلو نه دي.

هغه دعوه وکړه چې د جګړې خصوصي کول د حکومت له قوانینو سره په ټکر کې دي او حکومت يې ورسره نه مني.

پرون د مشرانو جرګې غړو هم وویل، چې دوی له امریکا او ناټو سره تړونونه لاسلیک کړي؛ نه له کومې خصوصي کمپنۍ سره.

د دې جرګې مشر فضل‌هادي مسلمیار وویل، د روانې جګړې خصوصي کول نه د امریکا په ګټه دی، نه د افغانستان او سیمې.

تر دې وړاندې هم په دې اړه بحثونه راپورته شول، خو دفاع وزارت خوله پټه ونیوله، پرون یو ځل بیا مشرانو جرګې یاده موضوع را برسېره کړه.

ځينې شنونکي د امریکا او بلک واټر له څرګندونو پرته د افغان لوري له اړخه د دې موضوع را برسېره کول، په لوی لاس د ذهنیت سازۍ هڅه بولي.

بلک واټر چې په ګڼو جنایاتو کې ښکېله مرګونې کمپنۍ ده، څه موده وړاندې يې مشر په افغانستان کې د امریکا د پیل کړې جګړې خصوصي کولو وړاندیز وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x