عبدالله عبدالله: چې بهرنیان «وفادار» وي؛ د هېواد وضعیت به ښه وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): اجراییه ریس عبدالله عبدالله له فکس‌نیوز سره په خبرو کې ویلي، که بهرنیان خپلو ژمنو ته «وفادار» پاتې شي، د هېواد وضعیت به ښه وي.

که څه هم په هېواد کې د ولس تر څنګ ګڼ چارواکي او سیاستوال هم بهرنیان د جګړې اصلي علت بولي، خو عبدالله عبدالله يې پاتې کېدل د وضعیت ښه کېدلو دلیل بولي.

هغه نه دي ويلي، چې په پوره اوولس کلونو کې د بهرنیانو په موجودیت کې ولې د هېواد وضعیت ښه نه شو او که بهرنیانو اوولس کاله ژمنې ماتې کړې، له دې وروسته ورته څه هيله کېدلی شي.

اجراییه رییس امریکا ته وریاده کړې چې که پر کړیو ژمنو عمل ونه کړي، نو په وینا يې افغانستان کې به «ترهګر» پیاوړي شي.

هغه د افغانستان لپاره د ټرمپ ستراتېژي هم «بریالۍ» بللې، په داسې حال کې چې پخپله ټرمپ يې د بیا کتو وړ بولي او مني چې د جګړې له توندۍ سره سره يې د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

د دې ستراتېژۍ له مخې د جګړې ډېر تمرکز پر هوايي بریدونو دی، چې حتی یوناما يې هم ۵۲سلنه لوړه ملکي مرګ‌ژوبله تایید کړه.

عبدالله عبدالله د محمد اشرف غني پر ځای د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته د سفر پر وخت له فکس نیوز سره پورته څرګندونې کړې دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

عبدالله جانه! چه موږ افغانان خپلی مور( وطن) او فرهنګ او مادی او معنوی ازښتونو ته وفادار وای او یا وفادار واوسو نو د پردیو وفا او جفا ته ځای نه پاتی کیږی.که څنګه!