افغانستان

ذبیح الله مجاهد، سکاټ مېلر ته: نړۍ به ستاسو د بشپړې ماتې او سرټېټۍ شاهده وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان سکاټ مېلر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نړۍ به يې د بشپړې ماتې شاهده وي.

وړمه ورځ پنټاګون پخپل راپور کې د مېلر په حواله وویل، چې طالبان دې د دوی د وتلو په تمه نه کېني او په وینا يې ښه ټاکنه سوله ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ويلي، چې دا یوازې بې مسؤلیته خبرې دي.

مجاهد د یرغل لومړیو ته هم لنډه کتنه کړې او لیکلي يې دي، چې امریکا د افغانستان د همېشني تسخیر هوډ درلود، خو ولسي مقاومت يې لسګونه زره عسکر مړه، ژوبل او لېوني کړل.

هغه په افغانستان کې په روانه جګړه کې د امریکا ځاني او مالي زیانونو ته له کتلو وروسته لیکلي: «امریکا او ائتلافیان يې نه دا جګړه ګټلی شي، نه يې د ګټلو چانسونه ورسره پاتې دي اونه هم په امریکا کې دننه د دې جګړې لپاره کافي حوصله اوحمایت لري.»

طالبانو پر امریکایي جنرالانو غږ کړی چې لا به هم له ناکامیو سره مخ کېږي: «موږ په امریکایي جنرالانو غږ کوو چې تاسو به نور هم په دې جګړه کې له ناکامیو، مایوسیو او ذلت سره مخ کیږئ، اوس ابتکار زموږ افغانانو په لاس کې دی، تاسو صرف د ځان خلاصولو هڅې کوئ، ستاسو په لاس جوړ شوی غلام ژریم هم له دننې او بهر څخه د شړیدو په حال کې دی، نو لرې نه ده چې افغانان به په دې مبارزه کې بریالي کیږي او د وروستۍ ناکامۍ تر حده به مو تعقیبوي. ان شاءالله»

مجاهد د خپلو سرتېرو په استازیتوب ویلي، چې روانه مبارزه ثواب بولي، وژنه شهادت بولي او له خپلو هڅو هیڅ ستړي نه دي: «موږ ستړي نه یو، موږ مایوسه نه یو، زموږ جهاد د الله تعالی په حکم سپيڅلې مبارزه ده، شهادت مو د هر غړي آرمان دی، د ملت هر بچی مو مجاهد دی، د مبارزې لیکې مو پخې او یو موټی دي، نو ستاسو شکست حتمی دی، ډير ژر ده چې نړۍ به ستاسو د بشپړې ماتې او سرټيټۍ شاهده وي.»

ذبیح الله مجاهد مېلر ته ور یاده کړې چې د افغانستان تاریخ ولولي او دلته د برتانوي او شوروي یرغلګرو له برخه‌لیک ځان خبر کړي.

مېلر چې څه موده وړاندې د نېکولسن پر ځای دلته د بهرنیانو عمومي قومندان وټاکل شو، ویلي و، چې تر څو وضعیت ښه شوی نه وي، د وضعیت د ښه کېدو دعوه به نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی اتاڼچی

مجاهد صاحب،او میلر صاحب،.جګړه به یو هم ونه ګټی.فقط موږ عام ولس به له منځه یوسی،نو تاسوته وړاندیز زموږ عام ولس دا دی،چه یوی دښټی ته سره ولاړ شی جګړه سره وکړی کوم یو چی تاسو کی بریالی شی نو هغه د په موږحکومت کوی.عام ولس ستړی شوی دی،سوله او اوربند غواړی

pattang

اټنچي حاجی اټن دې تازه غواړي خو نه دډم شته نه ډول !! په پردي موزیک اتڼ نشې کولی نو کله چې د خپل ډم او ډول تر لاسه کړل نو بیا د خپل اتڼ ورته کوه !
ستا غوشتنه دیالیکتیکي نده بلکې د اډیالیزم مور ده ! (د پخوانویو خلقیانو او پرچمیانو په
تر مینالوګي )

pattang

مجاهد صیب کور دودان زمریه ،الله پاک د توفیق در کړي او په خپله د حق په پاکه لاره کې بریالي اوسۍ
زما وروڼو !!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x