افغانستان

ولسي جرګه: ځينې سفارتونه راتلونکي پارلمان کې خپل استازي غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړي وايي ځينې سفارتونه او پخپله افغان حکومت په راتلونکو ټاکنو کې د مداخلې له لارې غواړي د خپلې خوښي استازي بریالي کړي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د نوماندانو له لوري له دولتي امکاناتو پر ګټه اخیستنې هم نیوکې وشوې.

د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي د چا د نوم له اخیستو پرته وویل، د ځينو هېوادونو سفارتونه او حکومت هڅه کوي په راتلونکو ټاکنو کې خپل استازي ولري.

د دې جرګې بل غړي غلام فاروق مجروح وویل، همدا اوس هم ځينې نوماندان له دولتي موټرو ګټه اخلي، چې ناقانونه کار دی.

د جوزجان استازي عبدالستار درزابي وویل دا د شکایتونو کمیسیون کار دی چې له دولتي امکاناتو د شخصي ګټې اخیستنې مخه ونیسي.

د راتلونو ټاکنو په اړه وړاندې تر دې هم ګڼو سرچینو ورته راپورونه ورکړي چې، څو سفارتونه او پخپله افغان حکومت د خپلې خوښې استازي لري.

د ټاکنو تر اعلان وړاندې د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون هم ویلي و، چې ارګ هڅه کوي د خپلې خوښې نوماندان بریالي کړي او په دې اړه يې بشپړ لیست د ټاکنو کمیسیون ته سپارلی دی.

د راتلونکو ټاکنو لپاره تبلیغاتي کمپاین د تلې په شپږمه پیل شو، چې په خواله رسنیو کې هم د نوماندانو پلویان یو بل د ځينو سفارتونو په ملاتړ تورنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

داچي پخپله غواصي أو دا نور يي له كومي لوري راغلي ، توله افغانان په دي شه خبردي . خبره داده چي غواصي او دانور يي ولي اعلانوي؟ يو داچي د نورو افغانانو په ذهنو كي دا وركي چي دوي خو پخپله دير بي همته دي أو نور افغانان هم ددي بي همتي أو بي غيرتي سره عادت كي، لكه مداري كرزي ته چي په الوتكه كي دايران له لوري د پيسو بكس وركول شو ، په جواب كي يي كرزي وويل :هر سوك هر چاته پيسي وركوي ، مانا داچي هر سوك چي له هرچا نه پيسي اخلي پروا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x