دامریکی او لبنان اړیکی متاثره کیدلای شی

lebnanنن تکی اسیا/ دامریکی متحده ایالاتو لبنان ته خبرداری ورکړیدی چه په لبنان کی داسی حکومت رامنځه کیدل چه په هغه کی دحزب الله دډلی اکثریت وی، دامریکی اولبنان ترمنځ اړیکی خرابولی شی 

دامریکا دغه نظر هغه وخت څرګند شو کله چه یوامریکی تعلیم یافته ډیر شتمن شخص نجیب میقاتی دلبنان دلومړی وزیر په توګه وټاکل شو.

نجیب میقاتی وحزب الله ته یونژدی کس ګڼل کیږی، خو خپله میقاتی له حزب الله سره دهرډول اړیکو مخالفت کوی اووایی چه زما ټوله توجه به دغښتلی او متحد لبنان په اړه وی پاته دی نه وی چه په لبنان کی دپخوانی لومړی وزیر سعد الحریری حکومت هغه وخت له نسکور شو کله چه دحزب الله ډلی له حکومت څخه جلا والی اعلان کړ.

اودامریکی ددباندینیو چارودوزارت ویاند ویلی چه دحزب الله په اړوند زمونږ دریځ ښکاره دی اومونږ دحزب الله ډله یوه ویره اچونکی ډله بولواوهرهغه حکومت چه په هغه کی دحزب الله دډلی اکثریت وی مونږ له سخت تشویش سره مخامخ کوی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.