افغانستان

بلخ: د رايې اچونې ۶۵ مرکزونه د نا امنۍ او بندېدو له ګواښ سره مخ دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د بلخ ولايت د ټاکنو خپلواک کميسيون سيمه ييز دفتر انديښنه ښودلې ده چې په دغه ولايت کې د رايو ۴۱ مرکزونه د امنيتي ستونزو له امله د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.

د بلخ د د ټاکنو ولايتي دفتر رئيس محمد اکبري وايي چې ددې ترڅنګ په دغه ولايت کې ۲۴ نور مرکزونو هم له سختو امنيتي تهديدونو سره مخ دی.

هغه په امنيتي ادارو غږ کړی دی چې که د بلخ د ټاکنو دغو مرکزونو ته جدي پاملرنه ونه شي نو ياد مرکزونه به د رايه ورکولو په ورځ تړل شوي وي.

په بلخ ولايت کې ۳۱۵ د رايې ورکولو مرکزونه دي چې د هغې له جملې څخه يې ۴۱ د بنديدو او ۲۴ نور يې له امنيتي ګواښونو سره مخ دی.

د مزار شريف د ښار يو تن اوسيدونکي محمد نبي وويل چې که امنيت تامين نه شي نو د رایو مرکزونه به بند شي او څوک به رايې ورکولو ته زړه ښه نه کړي.

ددې ترڅنګ د مزار شريف اوسېدونکي د نوماندانو له ټاکنيزو هلو ځلو څخه هم سر ټکوي او وايي چې د بې نظمۍ له امله يې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

د يادونې وړ ده چې د بلخ ولایت چهار بولک، دولت اباد، چمتال، شورتپې او شولګرې ولسوالۍ هغه سيمې دي چې تر دې وړاندې هم ترې ډېر وخت د نا امنۍ راپورونه ورکړل شوي وو.

بايد وويل شي چې دا يوازې بلخ ولايت نه دی چې د ټاکنو په وړاندې د امنيتي ګواښونو خبرونه ترې ترلاسه کيږي، تردې وړاندې هم د افغانستان له بيلابيلو ولايتونو څخه د نوماندانو د مړينې او په کمپاينرانو د بريدونو خبرونه ترلاسه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x