چا ویل چې دا “جهادي” او بیا “مشران” دي؟

نصیب ځدراڼ

“جهادي مشرانو له نیمه بربنډې چینايۍ نڅا خوند واخیست”،دا شرموونکی عنوان مې پرون په یوه وېبپاڼه کې ولید. نور خبر داسې وو چې کابل کې د چین سفارت له لوري د هغه هېواد ملي مراسمو نمانځنغونډې ته وربلل شوي افغان “جهادي مشرانو” او حکومتي چارواکو له نیمه بربنډې نڅا خوند اخیستی.

تر دې پورې د پکتیا “ګردې څېړۍ” ولسوالۍ یوه پېښه رایاده شوه، چې همدا “مجاهدین” به امریکایانو خپل (پي آر ټی) یا پوځي مرکز ته ور غوښتل، چې خپلو پوځي فعالیتونو کې له دوی څخه مرسته واخلي، د امریکایانو پوځي مرکزونو ته د تګ دا اصول دي چې د داخلېدو او وتلو په دواړو وختونو کې انسان تالاشي کوي، چې انفجاري مواد د ځان سره را نه وړي او د وتلو پر وخت وسله یا بل کوم شی غلا نه‌کړي. نو یوه وخت کې په دغو “پخوانیو مجاهدینو” کې یوه مجاهد د امریکایانو افغان ژباړن ته ویلي وو چې اوس لکه چې د امریکایانو اعتماد پر موږ کلک شوی چې بېرته کله وځو نو نه مو تالاشي کوي. ژباړن ورته ویلي وو چې اصل کیسه داسې ده چې کله دوی تاسې ته بېسکټ، چاکلیټ او پیپسي مخکې ته کېږدي او تاسې بېسکټ پټ د واسکټونو جېبونو ته واچوئ، نو دوی په کامرو کې درته ګوري او نه غواړي چې تاسې شرمنده کړي هسې نه سبا بېرته بیا رانه‌شئ.

دغو د چاکلیټو، بېسکټو، نمرو او وزراتونو مجاهدینو د جهاد له نوم نه پسخند جوړ کړی، بلکې زموږ په وطن کې د جهاد او مجاهد نوم نه اوس کاروبار جوړ شوی، څه وخت مخکې د امریکایي سمندري ځواکونو مشر “رابرټ نیلر” ویلي وو چې امریکایي عسکر او او افغان امنیتي ځواکونه رښتیني مجاهدین دي او طالبان ترهګر دي.

څومره چې زه علم لرم د “جهاد” ټکی د “جهد” عربي لفظ نه راوتلی چې مطلب یې کوشش کول دي؛ خو په اصطلاحي معناوو کې د جهاد مطلب د الله ﷻد دین او خپلې خاورې د ساتنې او د شرعي نظام د پلي کولو لپاره د هڅو نوم دی. هغه هڅه که په ژبه، قلم، ځان او مال وي او که وسله‌واله مبارزه وي.

نه پوهېږم چې څوک دومره سپین‌سترګی دی چې دغو ضمیر پلورونکو ته د “جهادي مشرانو” نوم ورکوي؟ د مجاهد لپاره چې کوم شرایط لازمي وي هغه خو یو هم په دوی کې نه‌شته. هو تېر وخت کې یې که د روسانو پر ضد جنګېدلي وي نو اوس د ۴۹ هېوادونو پر ضد د جهاد احکام څنګه دومره بدل شول چې دوی د ناټو د عسکرو سره په یوه صف کې ولاړوي د خپلو پخوانیو همسنګرو پر ضد جنګېږي. ترهګر هم ورته وایي، زیاترو ږیرې تراشلې، ږیره خو پرېږده چې د لوڼو( رباني، یونس قانوني، ضیاء مسعود) عکسونو یې په رسنیو خپاره شول چې په دوبۍ کې لوڅ سر هوټلونه چلوي. خو بیا هم ځانونو ته مجاهدین وایي او د مجاهد په نوم امتیازات غواړي.

څه وخت مخکې په خوست کې هم همداسې د تش په نامه جهادي مشر سردار ځدراڼ چې د ولسمشر اشرف غني په دیني چارو کې مشاور هم دی(فکر کوم د دا مشورو برکت دی چې ولسمشر کله په رڼا ورځ تهجد کوي، کله په جنازه کې په ګونډو شي او سجدې لګوي) د هغه ملګرو په خوست کې د یوه تفرېحي پارک نه هغه نیالګي ایستلي وو کوم چې خلکو د ښایست لپاره دلته کېنولي وو ،دوی ویل چې دا نمرې مجاهدینو ته دیارلس کاله مخکې حکومت ورکړې وې، دلته څوک نیالګي نه‌شي کرلی، که رښتیا ووایو نو دیارلس کاله مخکې امریکایانو د ضمیر فروشۍ په بدل کې دا نمرې دوی ته ورکړې وي او دوی یې هم ښه حق ادا کړ او ډېر د امریکایانو سره یو ځای د طالبانو په بریدونو کې بل جهان ته رخصت شول.

چین هم د روس غوندې کمونېست دی، د چا په خلاف چې همدغو د “بېسکټو” مجاهدینو په مشرۍ کې په زرګونه افغانان شهیدان شول،کونډې او یتمان به یې اوس هم په خځلو کې ځان ته ډوډۍ پیدا کوي، خو دا بېسکټ خوران د لغړو چینایي نجونو نڅا ته ناست دي.

رښتینو مجاهدینو د روس په ضد هم جهاد وکړ، د ناټو په ضد هم وجنګېدل،د ډیرو غوښې د ډرون په بریدونو کې کباب شوې،ځنې بیا داسې وو چې کورنیو یې اخري دیدن هم ونکړ د الله اکبر په غږ یې په یرغلګرو په دي دنیا قیامت جوړ کړ او خپل بدن یې هم توټې ټوټې شو، ډیرو نه کلی،کاروبار،او کورنۍ پاتي شول او د یو جهان ارمانو سره د هدیرو مېلمانه شول، ځینې په زندانو کې د ځوانۍ ورځې خزان کوي، ځینې په کلنو کورو ته نه‌شي تللی په غرو او دښتو کې شپې سبا کوي.

تاریخ هر څه لیکي، تل به د رسنیو زور نه وي، نه به د ناټو غرور وي، نه به باګرام تل د بندیانو پلازمېنې غوندي وي، نه به خاینانو او بېسکټ خورانو ته څوک مجاهدین وایي او نه به مجاهدینو ته څوک ترهګر وایي. لکه څنګه چې عبدالله ابن ابۍ، میر جعفر، میر صادق، شاه شجاع او د کارمل نوم د کنځل پر ځای استعمالېږي همداسې به د دغو د بېسکټ او ډالرو د زامنو نوم به هم د مجاهد نه بلکې د خاین په نوم یادېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د