افغانستان

افغانستان د قبايلو لپاره د ويزې شرط ختم کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ګډ حکومت د قبايلو لپاره د ويزو اخيستو شرط له منځه وړی او اوس د قبايلي سيمو خلک کولی شي، چې د تورخم له لارې افغانستان ته له ويزې پرته ولاړ شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ويزو او پاسپورټونو د شرطونو له پيله افغانستان پر قبايلو هم شرط لګولی و، چې د نورو پاکستانيانو په څېر به افغانستان ته په ويزې راځي، خو اوس يې يو ځل بيا دغه شرط لغوه کړی دی.

بل پلو پاکستان هم افغانستان ته د قبايلو په تګ بنديز نه دی لګولی او هره ورځ سلګونه قبايلو د خپلو کارونو او سوداګريو لپاره د تورخم له لارې افغانستان ته راځي او نور پاکستانيان بايد افغانستان د تلو لپاره ويزه ولري.

ګډ حکومت په داسې حال کې، چې افغانستان ته د  قبايلو په ورتګ د ويزې بنديز لرې کړی، چې پاکستان لا هم د ننګرهار د سرحدي سيمو پر خلکو د نورو افغانانو په څېر د ويزې شرط لګولی دی او هېچا ته له ويزې پرته پاکستان ته د ورتلو اجازه نه ورکوي.

د ډيورنډ کرښې په اړه د انګريز حکومت د ډيورنډ د تړون پر مهال پرېکړه کړې وه، چې د کرښې دواړو غاړو ته پنځه کيلومټره پراته خلک دواړو خواوو ته ازاد تګ راتګ کولی شي، خو پاکستا له تېرو درې کلونو راهيسې د نورو افغانانو په څېره د سرحدي سيمو پر خلکو هم د ويزو شرط لګولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x