افغانستان

هلمند: امریکایي بمبار ۲۰ افغان عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي کې امریکایانو پر افغان عسکرو بمبار کړی او ۲۰ تنه يې وژلي دي.

ازادي راډیو د ځايي سرچینو په حواله وايي چې دغه عسکر د نادعلي په لوی مانده سیمه کې پر عملیاتو بوخت و، چې د خپلو بهرنیو دوستانو تر برید لاندې راغلل.

د سرچینې په وینا په بمبار کې د ملي اردو، عامه نظم او پولیسو عسکر وژل شوي دي.

د هلمند چارواکو په یاده سیمه کې د عملیاتو پخلی کړی، خو د بمبار په اړه چوپه خوله دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د نادعلي په لوی مانده کې عملیات روان دي، چې د بهرنیانو هوايي ملګرتیا هم ورسره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

د غنی ګل یو عادی سرکشی چې ویل یې خارجی کرایې جګړمارو یا بلیک واټر ته به ایجازه ورنکړو د هلمند میشتو یو ټولې عسکرو وژل یا یو مسکال?

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x