نظــر

جهادي «متحولین»

شاهد (غزنیوال)

جنسي متحولین (transgender) یا په بله اصطلاح جنسي تصحیح د غربي نړۍ یوبل افت دی چې د بشریت خلقي اساسات تهدیدوي.

جنسي متحولین طبیعتا غیرملائم اشخاص وي چې د ذکوریت او انوثیت له مزایاوو څخه په عادي ډول نه وي برخمن ؛ بلکې د جراحي عملیاتو (surgery) په وسیله ځان ته د خپلې خوښې جنسیت (gender) ټاکي.

یعنی هغوی په خلقي (پیدایشي) لحاظ نارینه پیداشوي خو د ښځینه وو خاصیتونه او طبیعت ورکې بارزوي او یاهم ذاتا ښځینه پیدا شوي وي مګر د نارینه وو خاصیت ورباندې غالب وي.

دغه ډول اشخاصو ته په معاصرې طبي اصطلاح کې جنسي متحولین ویل کیږي، په دې معنی چې هغوی خپل لومړنی اصلي جنسیت د جراحي عملیاتو په وسیله ثنايي جنسیت ته اړولي وي.

یعني هغوی اصلا نارینه وي چې ځان یې ښځه کړی او یاهم ښځینه وي چې ځان یې نارینه کړی وي.

د امریکا متحده ایالات د نړۍ په کچه هغه هیواد دی چې تر بل هرځای ورکې ډیر جنسي متحولین شته دي.

یواځې په نیویارک ښار کې د هغوی شمیر(۲۷۲۴۹۳) تنو ته رسیږي.

دغه نا مطلوبه مقدمه مي د یوشمیر هغو پخوانیو جهادي رهبرانو تر پرونې ناستې را یاده شوه چې د چین سفارت په یوه هوسانه میلمستیا کې تشریف درلود.

په افغانستان غوندي مذهبي ټولنه کې تر اوسه پوري د غرب په څیر فزیکي جنسي متحولین نه لیدل کیږي خو د امریکايي اشغال له برکته د جنسي متحولینو په ځای دلته فکري “متحولین” ډیر پیداشوي چې ظاهري څیرې یې د جهادي او مذهبي اشخاصو او عملي کړنې یې د ټولو اخلاقي ارزښتونو خلاف وي.

د دغو فکري متحولینو ښکاره مثال همدغه پخواني جهادي رهبران دي چې د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې یې خپل ټول پخواني جهادي تمایلات او فکري خاصیتونه د غرب پالنې په مفکوره اړولي دي.

هو همدغو کسانو ته د جهادي “متحولینو” نوم ورکول بلکل پرځای او مناسب انتخاب دی ؛ ځکه دوي اوس له خپلو ټولو دیني ، فکري او جهادي تمایلاتو څخه هغو افکارو ته تحول کړی چې هغه د امریکايي اشغال اخلاقي، فرهنګي او فکري منفی اثرات دي.

د بیلګې په توګه ښاغلی حکمتیار چې د شوروي اشغالګرو په خلاف د ستر مجاهد ، شعوري مبارز او فکري شخصیت په حیث پیژندل کیده نن یې د امریکايي اشغالګرو په مقابل کې هماغه ټول مثبت انفعالات په منفي تمایلاتو بدل او پرون چې یې د شورویانو په ضد څومره تشدد کاوه له بده مرغه چې نن د امریکایانو په دفاع کې تر هغه ډیر متشدد دی.

نن به هیڅ داسې غونډه پیدا نشي چې حکمتیار دي ورکې ګډون کړی وی او د امریکايي اشغالګرو خلاف جهادي مقاومت دي نامشروع نه وي بللی.

همداسې د جهاد بل پخوانی جهادي رهبر استاد عبدالرسول (سیاف) چې د شوروي اشغال په خلاف به یې په هره غونډه کې پر پخوانی باچا د کفر ټاپي لګولې ، نن په ډیره خواخوږي له امریکايي جنرال نیکولسن سره محرمانه مجلسونه کوي او هغه ته د مجاهدینو د ځپلو مشوري او فتواوي ورکوي.

همدا شان ښاغلی مجددي چې پرون يي د شوروی اشغال په خلاف د ملي ژغورنې په نوم د جهادي ګوند مشري کوله نن د ده تر عباء او قباء لاندې امریکايي سفیر امنیتي تړون لاسلیکوي …

همداسې ښاغلي خلیلي، ښاغلی محقق او نور بلاوي بتري…

د شوروي اشغال په مهال پخواني جهادي رهبران په تیره د هغوي په منځ کې دری توند لاري هغه یې ( حکمتیار، سیاف رباني ) هغه څوک وو چې د نورو جهادي رهبرانو په نسبت له زیاتو امریکايي مرستو برخمن وو.

همدا دری تنه توند لاري ښاغلي وو چې د افغانستان د لانجې د هواري لپاره یې هره طرحه له کُفر سره مساوي بلله.
همدوي وو چې سیاسي حل یې سیاسي چل ، بیطرفه حکومت یې بیشرفه حکومت او د يوه موقت حكومت په جوړولو کې یې پخوانی باچا په څلور مذهبه کافر باله.

مګر د امریکایانو په اوسني اشغال کې یې دومره تحول وکړ چې استاذ عبدالرسول سیاف ښکاره صلیبي محاربینو ته د خپل مجاهد ولس د ځپلو مشورې ورکوي، حکمتیارد خلیل زاد مداحې کوي ډاکټر عبدالله د فقید استاد رباني په استازیتوب د جان مکین په مړینې د خواشینۍ مرثيي غږوي.

دغه جهادي “متحولین”چې د سړې جګړې په مهال د امریکايي پوځي، سیاسي، او لوجیستیکي مرستو په مټ د افغانستان په سیاسي صحنه کې مطرح شول ، له افغانستان څخه د شوروي لښکرو تر وتلو وروسته د تروخت تیرو (Expired) مضره درملو په توګه د خپل ولس او هیواد په خلاف ثابت شول.

د واک د تصاحب لپاره یې خپل منځي جګړه پیل او د افغان مسلمان ولس د جهاد افتخارات یې ټول ورکې تر پښو لاندې کړل.

پر هغه سربیره افغانستان ته د امریکایانو د راتګ په مهال ټول په یوه غږ د هغوی ترڅنګ ودریدل او له خپلو پخوانیو جهادي، دعوتي او فکري تمایلاتو په تخلي (لاس اخیستو) سره یې دومره تحول وکړ چې پخوا يي کوم امتیازات له امریکایانو څخه د کمونیزم ټکولو په نوم اخیستل نن عین هماغه امتیازات د جهاد او مجاهد ځپلو په نوم اخلي.

لهذا دغو کسانو ته باید نور د جهادي سیاست په قاموس کې نوي مصطلحات او مفاهیم وکارول شي ، هغوی نور باید د جهادي رهبرانو په ځای د جهادي “متحولینو” او یاهم فکري مخنثینو په نوم یاد کړل شي ؛ ځکه د دوئ اوسنۍ کړنې نه له جهادي تمایلاتو سره اړخ لګوي او نه هم له مذهبي افکارو سره مطابقت .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

19 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی اتاڼچی

غزنوی صاحب،وخت سره سم زموږ مشران ځانونه بدلوی را بدلوی،عینا زما د اتڼ په شان،کله چه زه اتڼ کوم ډول ته غوږ نیسم چه په کومه نغمه غږیږی ،نو د نغمه سره سم اوړم را اووړم،همدا ترانسجندر ،ستاسو روزونکی او میدان ته راوړنکی او لیری به نه وی چه ستاسو ته له پلارڅخه هم ګران وه،څه پته ده ،طالیبان به روسی نجونو او ایرانی نجونو ډانسونه ګوری ،

صافي

حاجي تانچي صيب اول خو كه نه خپه كيژي ستاسو دغه نوم هم دسي ليژ غوندي ترانسجيندر غوندي په غوژ باندي لگيژي او بل دا چي دغه خبره هم ستا شخصيت پوري اره لري چه ته ترانسجندر خپل د مشر په توگه تاكي او كه يو پاك سري

غوربندي

دا بدسري تش په نوم جهادي رهبران له هماغه وخته د امپریالیزم ګوډاګیان وو کنه د امریکایي اشغال په وړاندې ددې شغالانو چوپتیا او چوپړ کله هم د ریښتوني مجاهد له شان سره اړخ نه لګوي!

Noorullah Habibi

غزنیوال صاحب !
لیکنه دی د لوستلو ارزشت یی درلود لکن د سیاف نوم دی عبدالرسول سیاف لیکلی حتا دوه حٔله او عبدالرسول په دی معنی چی د رسول یا پیغمبر بنده . بنأً باید ولیکل شی عبدالرب رسول سیاف .
په درناوی
نورالله “حبیبی”

شاهد (غزینوال)

حبیبي صاحب مننه له نیوکې مو … خو په دې اړه یوه علمي قاعده ده او هغه دا چې اعلام ( مشخص نومونه) حتی الوسع له تغير او تبديل څخه محفوظ وي.
نو په دې اساس د ښاغلي استاد سیاف نوم په خپل هغه حال لیکل شوی چې د ده د خپل پلار لخوا ورباندې ښودل شوی دی.
دا خو سمه خبره ده چې عبدالرسول په شرعي لحاظ ناسم نوم دی ، خو داچې د استاذ خپل اصلي نوم همدا دی باید په هغه مخاطب شي.

غلام حضرت

لدې چي په هره سُړه سر ننه باسم بخښنه غواړم.
د نورالله حبیبی ورور د نظر چه د سیاف د نوم په اړه ئې لیکلی دی باید ووایم چي اولاً د عبدالرسول نوم شریعی او عقیدوی ممانعت نلری ځکه عبد یوازی د بنده په معنی نه بلکه د غلام او مرئي په مفهوم هم دی، عبد الرسول یعنی د رسول غلام.
دوهم داچه د عبدالرب د نوم سره د رسول د تخلص انتخاب به ستوزمن وی ځکه سیاف یو رسول ندی، او که رسول نوری مختلفی معناوی ولری نو عبد هم د مختلفو تعابیرو درلوونکی دی.

ااقبال

لمړی : عبد او غلام یو له بله سره توپیر لری یو د بل په مخالف قطب کی قرار لری: غلام هغه چاته ویل کیږی چه د انتخاب حق نه لری او بندګانو ته الله ج د انتخاب حق ورکړی ښه او بد خپله انتخابوی ښه د الله ج په لارشودنو او بد د حرص له امله په شیطانی وسوسو خوښوی او عملی کوی، هو د دغو ښو او بدو انتخاب د پاره په دار البقا کی مکافات او مجازات ورکوی ، دا چه زمونږ ځینی ساده او نابوهه علما وو کوم یو په خپلو لیکنو او کتابو کی لیکلی… نور لوستل »

خپلواک

څوک د چا مخ او څټ نه ګوری، نه یی تلیفون نمره لری چه په حقایقو ورسره څه ووایی او نه د یو بل له ادرسه خبر یو چه کورته ورشو او د حقایقو په اړه ورسره خبری وکړو. په ځآنګړی ډول میدیا د نړیوال یهودی استعمار په واک کی ده زړونه او مغزونو پرمنځل شوو ته د هر ډول ګډو وډو ویلو د پاره یو څه ورکوی هغوی په جلا جلا نومونو او جلاجلا اکتونو ، شیطانی او غیر اسلامی اصطلاحاتو هر ډول ګډوډی وایی تر څو په اوږده وخت کی خلک ددی ډول ګډوډو سره عادی او د… نور لوستل »

جميل

د خپلواك ورور د تبصري په تاءيد سره ؛ زه فكر نكوم چي حاجي اتنچي دي يا حاجي وي أو يا اتنچي ، په دي چي حاجي چي هر سه وكي خو بيا هم د مسلمانى أو د حج پروا ساتي، خو دا حاجي؟ يي پروا سه چي په دين ملندي هم وهي ، بل دا چي اتنچيان أو دمان دومره عقل أو شعور نلري چي داسي تبصري وليكي . زما په اند دى غواري چي د حاجي نوم بد كي ، كه سوك د حاجي نوم واوري او دا اتنچي وپيژني حتماً به يي په ذهن كي اتنچي وروگرزي… نور لوستل »

حاجی اتاڼچی

خپلواک صاحب.زه داسی فزیکی اتڼ کوم.تر څو ټول بدن می وښوری ،دا یو قسم سپورت هم دی،اتڼ د سپورت په جمله کی راځی.سپورت کول کوم ګناه نه ده،د سپورت کول حج ته هم کوم تاون نه رسوی،خو سیاسی مشران بلکل په چوکی کی د میز تر شا داسی اتڼ کوی چه د وینی لښتی بهیږی،نو د داسی اتڼ څخه زما اتڼ یو په سله ښه دی .او په خپل حج او اتڼ فخر کوم،دا خو ملی اټڼ دی.هر وطن دوست ،که ملا وی که امی وی که حاجی فرق نه کوی،ملی اتڼ،ملی یو والی،د سوله ضمانت کوی.دا د ستاسو د… نور لوستل »

محمدخالد

گرانه غزنیوال صاحب
دغه فورمول چی ته ولاندیز کری دی ده صرف دجهادی مشرانو که خلاصه کیزی….؟ اویا نوردلی هم په کی شامیلدای شی
لکه دکراموطالبانو همدوی هم خپله قبله بدل کری ده که نه …….؟داسلام اباد نه کرمیلین ته تغیر جهت ورکری ده که نه……..؟هیله لرم چی دشریعت والهی قانون په رنا کی وضاحت ورکری نه داحساساتو تعصباتو په بنیاد.
په درنشت

جميل

خالد ورووه ؛ دا ديره ساده پوشتنه ده چي ما غوندي ساده گان يي هم وضاحت كولاى شي، غزنيوال صاحب خو دير تكره ليكونكى دى . هر سوك أو هره دله چي وي كه دوي غوندي تحول وكي هغوي په همدي فورمول كي شامليدلاى شي . بل داچي د هر چا چي قبله يي اسلام اباد أو كريملن وي هغوته د كرامو خطاب مه كوه ، د هغو چي قبله يي اسلام اباد او يا كريملن وي هغوي ته بايد مشرك او كافر وويل شي. پاك الله(ج) انسان ته عقل او شعور وركرى ، او مسلمان خو يي په اسلام… نور لوستل »

حاجی اتاڼچی

خالد صاحب،په دا وړاندیز او تجویزکی ټول هغه کسان شامل دی چه یوی استخبارتی جګړی ته جهاد نوم ورکوی،پخوانی او اوسنی جهادی مشرانو کوم فرق نښته،فرق یی دا دی چه هغه زاړه شوه کور کیناستل ارام به وکړی ،او اوس انچارچ دا ځوانانو واخست.مثال،کله چه زه اتڼ په سر کی وم ،او چه ستړی شم زما په ځای بل څوک اتڼ سر ته راشی ،اتڼ رهبری کوی ،نو اتڼ همداسی راوان وی،فقط زه په کی بدل شوم.دا هم عینا ،جګړه هماغه جګړه ده،فقط کسان ورته را بدل شول،تقریبا دا هم لیری کیدونکی دی،داعش را راوان دی،بیا به دوی د زړو… نور لوستل »

غوربندي

محمد خالد صاحب

طالبان هغه دي چې وو او ان شاءالله په همدې مبنا به ثابت قدم پاتې کیژي.

روسیه له امریکا څخه په څټ شوه، پاکستان او د سیمې هیوادونه دي چې اوس اوس د اشغالګرو امریکایانو په مقابل کې خپل لوری بدلوي.

طالبانو له خپل کوم اصل څخه تنازل کړی چې تاسو یې له مخې د خوا بدلولو تور پورې کوی!.

که تاسو د حکمتیار صاحب له عشاقو څخه نه یاست نو هیله شته چې زما پورته خبرې به مو ذهن ته لار ومومي او عندالله به په خپله دې پالتو دعوا باندې بیاکتنه وکړی….

محمدخالد

گرانه وروه غوربندیه
اول داچی زه دومره معزز نه یم چه ماته صاحب خطاب کوی بل داچی صاحب زمونز اوتاسی یوالله(ج)دی نوروته صاحب خطاب کول له شریعت له وجهی نه جواز نه لری
دوهم خیره داده چی زه په کرامو اوموزوز طالبانوالزام اویا منفی تبلیغات نه کوم حقیقت حقیقت دی په دوانگشانو باندی لمر کله پت کیزی داخو یوحرگن حقیقت دی کراموطالبانو دروسانوسره خپله روابط تینگ گری دی او دروسانونه مرسته ترلاسه کوی او داخبره هرچاته معلومه ده اوپدی هکله رسنیو او دکراموطالبانونطاق تایید کری دی او که داغلطه خبره ده کولای شی دطالبانو نطاق نخ ورپوشتنه وکری

جميل سمون

مجددي د طالبانو پير او د انگريزانو مريد دئ سمون د چين په سفارت كي د دې هېواد د استقلال د ورځي په لمانځغونډي كي د چينايي نجونو نڅا ته دمجددي، محقق او محمدخان په شمول د ځينو افغانانو ناسته او په رډو رډو سترگو ورته كتل؛ د رسنيو په سرټكي بدله شوه، ځينو له دې د مجاهدينو په ضد د ډزو مورچله جوړه كړه، په دوى كي د طالبانو جاسوس چړيان هم شامل ول، راشئ وگورو چي طالبان ولي تل او په داسي مواردو كي د مجاهدينو په ضد بې خريطې ډزي كوي، او په دوى كي هغه طالبان… نور لوستل »

غوربندي

سمون صاحب هیله ده د بحث تر څنګ زده کړه هم وکړو. ستاسو د زده کړې لپاره باید ووایم چې “مجاهد” نوم (اسم) نه بلکه صفت دی چې په اوس وخت کې یې طالبان کرام افتختار لري. که مو ذهن خپلواک وي نو د پورته وړوکې زده کړې په رڼا کې به خپله فرموده چې وایې “طالبان د مجاهدینو؟! په سپینو جامو ګندونه شیندي” یوه پالتو مدعی درته ثابته شي. یو بل ټکی هم باید زده کړو چې زوړ صبغت الله د روحاني مجددیانو په منځ کې یو رټل شوی څېره او معذوره بلا ده او دده غلامي له نورو… نور لوستل »

حاجی اتاڼچی

غوربندی صاحب.سیاسی مبصر نه یم،خو ښه پوخ اتڼچی یم،او په دا ښه پوهیږم چه که سوله وای،قانون وای،مکافات ،مجازات وی،نو همیشه به ګلان په غوربند کی نه کرل کیده،غوربندیه .داسی ګلان وکری چه بوی یی شرق او غرب ته په څو ثانیو کی ورسییږی.بالاخره په غرب کی د ستاسو کرلی ګلانو بوی عیسوی کشیشان د یک شنبه په ورځو په چارچ کی په خوند سره ور بوی کوی،د په سمون ځای هغوی د ښه ګلانو کرل ورزده کړه

حامد منصور

مجددي د حکمتیار د هماهنګي ملګري او د هغه په ځیر د امنیتي تړون مؤید دی . سمون صیب ښه توضیحات مو وورکړي ، مجددي او حکمتیار دواړه نني او پروني ډیر مشترکات لري. حکمتیار او مجددي دواړه پرون په کورنۍ جګړه کې له کمونیست جنرال دوستم سره هماهنګ ول او نن بیا دواړه د امریکايي اشغال په مهال د امنیتي تړون مؤییدین دي. مجددي وايي چې که له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک نشي زه هجرت کوم او حکمتیار وايي چې د امنیتي تړون مخالفت د مسکو او ایران طرحه ده. مجددي په خپل مصنوعي روحانیت سره افغان ولس… نور لوستل »

Back to top button
19
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx