ایران کې د غیر قانوني شرابو د څښلو له امله ۴۲ کسان مړه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): په ایران کې د غیر  قانوني شرابو د څښلو له امله لږ تر لږ ۴۲ کسان مړه شوي او ګڼ نور بې هوشه دي.

د ایران د روغتيا وزارت وياند عراج هريجي رسنيو ته ويلي، چې د جعلي او غیر قانوني شرابو د څښلو له امله ۴۲ کسان مړه شوي، شپاړس ړانده او ۱۷۰ نور بې هوشه دي، چې معدې او ګردې يې ورته مينځل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې يوازې د تېرو درې اونيو پر مهال په ایران کې د شرابو څښلو له امله ۴۶۰ کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ایران کې شراب قانوني جواز نه لري، خو بيا هم په دغه هېواد کې د شرابو او نورو نشه يي توکو کاروبار او کارول مخ پر زياتېدو دي.

د ایران جنوبي ښار بندر عباس کې پوليسو په يوه کور کې د شرابو کارخونه نيولې او څښتن يې بندي کړی دی.

غربي رسنۍ وايي، چې په ایران کې د شرابو څښل دومره حيرانوونکې نه دي، بلکې د شرابو څښلو له امله د خلکو د  مړه کېدو پېښې تر هېښوونکې  کچې زياتې شوي دي.

د غربي رسنيو په وينا د ایراني ريالو د پرېوتو له امله په ایران کې ګراني زياته شوې، چې له امله يې خلک د بهرنيو کمپنيو معياري شرابو پر ځای محلي غیر معياري شراب اخلي، چې له امله  يې د خلکو مړينه او ژوند ته ګواښونه زيات شوي دي.

له ۱۹۷۹ کال راهيسې په ایران کې د خميني په مشرۍ له انقلاب وروسته په شرابو سخت بنديز دی، خو چارواکي وايي، چې د هر ډول بنديزونو سربېره هم هر کال په ایران کې اتيا ميليونه غیر قانوني شراب قاچاق کيږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

حیرانونکی خبر دی ( غیر قانونی او جعلی شراب ؟؟؟؟) شراب د اسلام له مخی ټول غیر قانونی دی ، د دی عنوان کی جعلی او غیر قانونی هغه ټکی دی چه که اصلی او قانونی شراب وی پروا یی نه کوله کیفیت به یی ښه وو ناروغی به یی نه رامنځته کولی؟ په داسی حال کی چه شراب شراب دی، هو جعلی او اصلی به لری هغه شراب چه د حکومت د معتره معیارو او څارنو لاندی جوړیدی هغه د مرګ سبب نه جوړیدلی مګر هغه چه جعلی شراب دی کیدی شی چا پکی د قیمتی شیانو په ځای… نور لوستل »