نظــر

لمړي سوله ورپسې انتخابات !

دوکتور محمد عثمان تره کي

تاکنې د جګړې او نا امني سره نه جوړیږي. خو کله چه زور زیاتي او بدماشي د منطق او عقلانیت ځاي ونیسې ناشونې، شونې کیږي. خو ګتو پر ارزښتونو باندې برلاسي مومي.

افغانان هغه دیموکراسي او انتخاباتو ته چه د تولنیزې او اقتصادي ودې په بنست باندې ولاړ او د وطن د بچیانو د سیاسي تفکر محصول وي هرکلي وایی. خو هغه په اصطلاح دیموکراسي او تول تاکنې ته چه د بهرني یرغل او جګړې زیږنده وي او د خشونت دلارۍ وتپل شي ، د نړي د زورواکانو د هژموني د پراخوالې پلمه بولي، ورسره مخالف دریز لري او د هغه د ناوړه اغیز د منځه وړو په وړاندې مقابله کوي .

د افغانستان د حالاتو په نظر کې نیولو سره ، په داګه ویلي شو چه په اولس کاله کې، دیموکراسي او تول تاکنې ، د کورنيو او بهرنیو زورواکانو په واسطه د بیعدالتي، نا امني ، ګدودي ، توپک سالاري ، بې اتفاقي، جنګي جنایت او جګړې ته د لمن وهلو د مقصدونو د پاره استعمال شوې .

د تولو نه مهمه دا چه هغه تول تاکنی چه د پرله پسې جنګي جنایتونو تر سیورې لاندې ترسره کیږي ( په تګاب کې د سږکال د وروستي جنایت په ترڅ کې د یوه کورني ٩ غړې د ښځو او ماشومانو په ګدون ووږل شول ) یوازې د ترسره شوېو جنایتونو د توجیه او نهایتاً د بلواکي د تینګښت په مقصد کارول کیږي او مشروعیت نلري .

د افغانستان اوسني اداره د پیسې او بیومتریک ماشینونو په بدل د تاکنې په تدویر محکوم دي، ځکه چه راتلونکې انتخابات د نړیوال نظامي ائتلاف ( ن،ن،ا ) د پاره به د پام وړ لاسته راوړنې ولري. بناً تاکنې هرو مرو باید تر سره شي.

د سولې په خاطر تاکنې ځندول بهرنیانو ته لاندې ناوړه پایلې لرلي شي :

– که د وسله والو مخالفینو سره اوسنيو خبرو اترو نتیجې ته ورسیږي، امریکا او ملګرو ته یې شته چانس چه په ترڅ کې یې د اشغال نه د پام وړ لاسته راوړنې ( د هغې جملې نه امنیتي تړون او جګړه مارانو سره اتحاد ) وږغوري، له منځه ځي.

– په یو نا کنترول شوې تاکنې، امریکا سره د امنیتي تړون ( په واقعیت کې د افغانانو د وړیا دله ایزو وږنو قباله ) اوسني ضد جذبات راتلونکې پارلمان فضأ خړې پړې کوي.

– لویدیزوال خپل ولس ته د تاکنې د لارې د دیموکراسي د صدور د بریالي پروسې په اړه حساب او کتاب وړاندې کولي نشي.

– راتلونکې پارلماني تاکنې د راتلونکې ولسمشري انتخابات پیلامه ده. راتلونکې ولسمشر چه په اصطلاح د انتخاباتو په پایله کې سر راپورته کوي باید د امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د اخلاص او ارادت نه دک چلند ولري.

په پارلماني تاکنو کې د مستقلو او خپلسرو استازو حضور ستونزې جوړوي او جنجال تر ولسمشري انتخاباتو پورې اوږدیږي.

د یادو تریخو واقعیتونو په کتو سره د تاکنې په تړاو ( ن،ن،ا ) ، وسله وال مقاومت تر

کلک فشار لاندې راوستې. د طالبانو په پته لاندې اقدامات تر لاس لاندې نیولې شوې :

– په سعودي عرب او پاکستان باندې فشار تر څو چه طالبان اطاعت او تسلیم ته وهڅوي.

– جعلي خبره خپرول چه ګواکې وسله وال مخالفین په سعودي عرب کې د افغاني چارواکو سره لیدلې او د انتخاباتو په اړه خبرې کړې.

– د افغانستان په جګړه کې د نیویو حربي تکنولوږي سره سمبال جت الوتکو ( اف – 35 ) کارول چه موخه یې له یوې خوأ سیمې هیوادونو آدرس ته د قدرت ننداره ښودل او له بلې خواه د طالب جنګیالیو په لیکو کې د ویرې فضأ تولیدول ده.

– د جګړې په میدان کې د بلک واتر حرفوي قاتلانو د راتګ د شایعې خپرول.

بناً تاکنو یوه وسیله ده چه د یوه لاسپوسې پارلمان او مزدور ولسمشر د راتک په موخه کارول کیږي.

په لندو ! د نظر خاوندان د ملي واکمني د نشتوالې ، تاکنو د استعماري نظام د جوړیدو او تینګښت لاسوند ګني. د حکومت په غوښتنه د تاکنو په چارو کې د طالبانو همکاري د یو پردیپال پارلمان او ورپسې د یوه کوداګي ولسمشر د ملاتړ په مانا ده چه دواړه د بهرنیانو په ګته استعمالیږي. پدې حساب که طالبان د حکومت سره د تول تاکنې په اړه همکاري وکړي په غیر مستقیمه توګه، امریکا سره د امنیتي تړون په جرم ځان شریکوي.

ملی واکمني، امنیت ، عدالت او بالاخره ستندرد انتخابات باید د جګړې او سولې تر منځ د یوه منځګړې پلاو ( لند مهال حکومت) د فیلتر نه تیر شي .

انتخابات باید د سولې، امن او خپلواګي په فضأ کې د یوه مسلکي، ناپییلې حکومت له خواه چه د سولي د مذاکراتو د توافق په بنست جوړیږي اداره شي. د دغه حکومت د امنیت تأمین زیاتره ونده باید وسله وال مقاومت ته وسپارل شي. نوې حکومت د قواوو د نوې معادلې په بنیاد د بهرنیانو سره حساب او کتاب ته کیني. د ولس په مشوره د بهرنیو ځواکونو ناقانونه حضور برخه لیک تاکي. تپله شوې امنیتي تړون ملغأ، یا د سیمې د حالاتو او د هیواد د ستراتژیکو ګتو په بنست تعدیلوي.

په بشپړه دولتي واکمني او امنه فضأ د بهرنیانو د مداخلې نه لرې انتخابات تنظېموي.

افغانان د ( ن،ن،ا ) نه غوښتنه کوی چه د انسان وژنې او وحشت نه دکې لوبې ته د دیموکراسې اوانتخاباتو تر پلمې لاندې دپاي تکې کیږدي. انسانیت او عدالت ارزښتونو ته درناوي وکړي .

’’ پاي‘‘

فرانسه – 01/10/2018

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

په دي به توله پوه وي چي بهرنيان دسولي له پاره نه د جنگ له پاره راغلي دي، نو د سولي له پاره تر تولو نه مخكي ازادى ته ضرورت لرو چي پخپل كور كي پخپله امريت وكولاى شو . د كمونستانو او د امپريالستانو ددوارو ديموكراسي مو وليدلي ، په دوارو كي بربادي أو بي عزتي وه ، داتخاباتو خوندونه مو هم وليدل ، بس ده نور . ددي ملت درد په مشفقه علماوو أو پوهانو دوا كيدلاي شي ، نه د هر نشه يي ، زناكاره أو مفسد په راى سره. دا جنگ د حكومت د امنيتي ادارو… نور لوستل »

mha

Dustam should be first by killing over 3000 unarmed pow’s against Geneva convention he is the second person in the government right now???

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x