شخصیتونه

د «حصن المسلم» په نامه د ډېر نامتو کتاب ليکوال وفات سو

عبدالمالک همت

تېره ورځ د دوشنبې په سهار د ۱۴۴۰ هـ کال د حسن حسين (محرم الحرام) د مياشتي پر ۲۱مه د خورا ډېر نامتو کتاب ليکوال شيخ دکتور سعيد علي وهف القحطاني د ورپېښي ناروغۍ له امله د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کي د ۶۷ کالو په عمر وفات سو، انا لله وانا اليه راجعون. الله دې جنتونه ځای کړي.

دغه ستر اسلامي عالم په ۱۳۷۲ هـ کال زېږېدلی وو. په ۱۴۰۴ هـ کال د امام محمد بن سعود د پوهنتون د اصول الدين له پوهنځي څخه فارغ سو، په ۱۴۱۲هـ کال يې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ، د ماسټرۍ د تيزس سرليک يې وو” الحكمة في الدعوة إلى اللَّه “ . بيايې په ۱۴۱۹هـ کال د دکتورا سند ترلاسه کړ. د دکتورا د رسالې سرليک يې وو” فقه الدعوة في صحيح الإمام البخاري “ .

«حسن المسلم» کتاب چي ۱۶۰ مخه دی، لومړی په ۱۴۰۹هـ کال چاپ سو او څنګه چي ډېر خوښ سو بيا په مليونونو نسخې خپور سو. په دې کتاب کي د ورځني ژوند په بېلو بېلو برخو کي د حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم اذکار راغلي دي. ويل کيږي چي دا په اسلامي کتابونو کي تر ټولو ډېر خپور سوی کتاب دی. دغه کتاب په پښتو او ډېرو نورو ژبو هم ژباړل سوی دی

دغه نامتو اسلامي عالم او ليکوال شاوخوا اتيا کتابونه ليکلي دي او وايي چي له کوچنيوالي څخه د علم او دين په چارو بوخت وو. موږ د لوی څښتن په دربار کي ده او د ده کورنۍ او ټولو مسلمانانو ته د مغفرت او رحمت دعا کوو.
اللهم اغفرله وارحمه وعافه واعف عنه وأكرم نزله ووسع مدخله وجازه عنا خير الجزاء وتقبل منا ومنه صالح الأعمال.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د بخښني غوښتنه:
په ډېره بخښنه سره عرض دی چي د کتاب د نامه په اړه کمپيوټري تېروتنه سوې ده د کتاب نوم لکه څنګه چي په انځور کي ښکاري «حصن المسلم» دی، يعني د مسلمان کلا او د پناه اخيستو ځای.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x