افغانستان

ټاکنو کميسيون: ۶۰۰ زره کسان د رايې ورکولو له نوملړ څخه ويستل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د رايه ورکوونکو لومړنی نوملړ اعلان کړ چې له مخې به يې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې ۸،۸ ميلونه خلک رايه ورکولی شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د تکراري نوم ليکنې او جعلي سټيکرونو له امله يې د څه له پاسه شپږ سوه زرو کسانو نومونه د رايې ورکوونکو له نوملړ څخه ويستلي دي چې له مخې يې اوس ۸،۸ ميليونه کسان کولای
شي چې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې رايه ورکړی.

د ټاکنو په دغه نوملړ کې د افغانستان د ۱۹ ولايتونو د رايه ورکوونکو لومړنی نوملړ تائيد او اعلان شوی دی او تمه ده چې په راتلونکې کې نور خلک هم د رايه ورکوونکو له ليست څخه وويستل شي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د تخنيکي څانګې مسؤل سيد ابراهيم سادات وويل چې دوی ۹،۵ ميليونه تذکرې سټيکر کړې او خلک ثبت کړي وو چې د هغې له جملې څخه ۶ لکه ۴۲ زره رايه ورکوونکي چې شرايط يې نه و بشپړ کړي او يا هم تکراري ثبت شوي وو له نوملړ څخه ويستل شوي دي او ۸،۸ ميلونه رايه ورکوونکي په سيستم کې موجود دي.

تر دې وړاندې د ټاکنو د شکايتونو کميسيون د ټاکنو د خپلواک کميسيون له لوري د ورستي نوملړ د مودې د نه څرګندولو له امله شکايتونه کړي وو.

په پرونۍ غونډه کې د ټاکنو کميسيون د حکومت له اړوندې ادارې څخه وغوښتل چې د رايه ورکونکو له پاره د بايوميټرک سيستم او نور وسائل د روانې مياشتې تر لسمې نېټې د ټاکنو کميسون په واک کې ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x