دیني، سیرت او تاریخ

د رايي خرڅول او رانيول حرام دي

عبدالمالک همت

زموږ د هيواد په اوسني دولتي نظام کي مقننه قوه چي ملي شورا هم ورته وايي له دوو مجلسونو«ولسي جرګې» او «مشرانو جرګې» څخه جوړه ده. دا اوس د ولسي جرګې ته د نوماندانو له خوا ټاکنيز کمپاينونه روان دي.

لکه چي پوهيږو دولسي جرګې دندي او مسؤوليتونه خورا درانه او ډېر مهم دي. اسلامي شريعت وايي چي تقنين يا په شرعي عبارت تشريع د لوی څښتن سبحانه کار دی. پر دې بنسټ حلال هغه دي چي لوی څښتن حلال کړي وي او حرام هغه دي چي لوی څښتن حرام بللي وي. خو په انساني ټولنو کي د بشر د ژوندانه په بېلو بېلو اړخونو کي ځيني اداري چاري دي چي بايد د اړوندو ارګانونو له خوا د اصولي او قانوني تعاملاتو سره سم د قوانينو او ادارو په بڼه تنظيم او ترتيب سي او بيا ولسي جرګې ته د تصويب يا تعديل او يا ردولو لپاره وړاندي سي.

له بله پلوه د اجرائيه قوې د دندو څارنه او مراقبت هم د ولسي جرګې له واجباتو څخه باله سي، څو په دې توګه د هيواد ګټي او مصالح خوندي سي او پر ښو چارو مرسته او تعاون وسي.

له دې امله د ولسي جرګې وکيل ډېر داسي مسؤوليتونه لري چي که يې ضايع کړی او تر سره يې نه کړای سي، نو ډېر لوی ور سپارل سوی امانت به يې ضايع کړی وي. لوی څښتن سبحانه فرمايي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ) [الأنفال:۲۷].

ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ! د الله او (د هغه) د پيغمبر سره خيانت (درغلي، ټګي، غدر، بې وفايي) مه کوئ (چي هغه چاري چي الله درباندي واجب کړي دي نه تر سره کوئ او هغه چاري ترسره کوئ چي ځني منع کړي يې ياست او کفارو ته پټ رازونه افشا کوئ او څرګندوئ) او مه په خپلو امانتونو کي (په هغو شيانو کي چي الله يې په اړه امين ګرځولي ياست افراط او) خيانت کوئ.(په دې کي مالي معاملې، ادبي، ژورناليستيکي او سياسي چاري، ژمني او وعدې او ملي او وطني مصالح ټول راځي). په داسي حال کي چي تاسي پوهېږئ (چي په امانت کي د حق خاوند ته د هغه حق بېرته په بشپړه توګه سپارل لازم باله سي).

رايه ورکول په ټاکنو کي يو امانت دی. مسلمان ته ښايي چي د دغه امانت ښه ساتنه وکړي او په سمه او صحيح توګه يې وکاروي. همداراز رايه يو ډول شهادت ورکول هم باله سي. ګواکي رايه ورکوونکی دا شاهدي وايي چي کوم نوماند ته چي زه رايه ورکوم، هغه د دې وړ او اهل دی او د علم او پوهي له پلوه دا شخص تقواداره، زيار کښ او ايمانداره سړی دی. د هيواد او خلکو خدمت په ديانت او پاک تفسي سره کوي.

البته د دې شهادت په اړه له رايه ورکوونکي څخه د لوی څښتن په حضور کي پوښتنه کيږي. لوی څښتن فرمايي:

(سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ) [الزخرف:19 ].

ژباړه: د هغو دغه شاهدي به (د ملايکو له خوا) وليکل سي او د هغې په اړه به (د قيامت په ورځ ) پوښتنه ځني وسي (او د درواغو له امله په عذاب اخته سي).

نو څنګه چي له مسلمان څخه د دغه شهادت په اړه د الله په وړاندي پوښتل کيږي، نو ده ته روانه ده چي د خپلي دغي رايي او شهادت په بدل کي له کوم نوماند څخه شته يا کوم سوغات واخلي، ځکه کېدای سي دغه نوماند د ولسي جرګې د غړيتوب وړتيا ونه لري او بې له استحقاقه دغي مهمي دندي ته ورسيږي. رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوه سارا مېشتي سړي د پوښتني په ځواب کي وفرمايل:«إِذَا ضُيِّعَتِ الأَمَانَةُ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ». قَالَ: كَيْفَ إِضَاعَتُهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «إِذَا أُسْنِدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ؛ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ» صحيح البخاري، کتاب العلم، باب فضل العلم، ۵۹ شمېره حديث.

ژباړه: کله چي په امانت کي خيانت وسي او ضايع سي، نو د  قيامت انتظار وباسه. هغه ورته وويل: ای د لوی څښتن استازې ! ضايع کېده يې څنګه وي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: کله چي کار نا اهله ته وسپارل سي، نو د قيامت انتظار وباسه.

همداراز نوماند ته هم حرام دي چي د ده د ټاکلو او د ده په ګټه د رايو د ټولولو په مقابل کي خلکو ته شته ووېشي، نغدي پيسې وي او که نوری تحفې. څوک چي په دغه توګه ځان ولسي جرګې ته بريالی کوي، د هيواد د ګټو او برخليک په اړه به څه باور په وسي؟

څوک چي ځان مسلمان او افغان بولي په تحفو او پيسو باندي د خپلي رايي خرڅول نه ورسره ښايي. کانديد ته هم نه ښايي چي په دغه توګه رايي د ځان کړي. زموږ ټولنه به څنګه يوه سمه ټولنه وبلل سي چي ولسي جرګې يې د وجدانونو په رانيولو جوړيږي او له داسي وګړو څخه به څه توقع وسي چي شته هر څه بولي او خپله رايه پلوري او يا د نورو رايي پېري؟! او کله چي دغسی رايه پېرونکي واک او قدرت ته ورسيږي څه تمه به ځني کيږی؟

منطق خو دا وايي چي دغسي وکيل کله واک ته ورسيږي، خامخا به د هغو پيسو چي د دغي دندي د ترلاسه کولو لپاره يې ښندلي دي څو برابره ترلاسه کوي. او له دندي څخه دغسي ګټه اخيستنه شرعاً حرامه ده او په وضعي قوانينو کي هم د تعقيب وړ جرم باله سي.

په پای کي به ووايو چي زموږ عام افغانان دغسي چا ته چي په دغسي لارو چارو ځان قدرت او وکالت ته رسوي په بده سترګه ګوري او نه دا چي د خپلو ځانونو وکيل يې نه بولي، بلکي که د حساب ځای راسي ټول به يې مجازات غواړي. همداراز څوک چي ځان مسلمان او افغان ګڼي خپله رايه او ضمير د څو پيسو، خوړو يا کومي تحفې په مقابل نه خرڅوي. او نه د قوميت، ژبي او سمت او شخصي انډيوالۍ او سياسي او ګوندي ملحوظاتو پر بنسټ نا اهلو او پرديپالو عناصرو ته رايه ورکوي. که ځيني دغسي کسان پيدا سي او دغسي وکيلان د عام ولس پر اوږو سپروي بايد په کلکه مبارزه ورسره وسي او خلک يې په ويناوو او په رسنيو کي په غندلو او نورو لارو چارو په وړاندي کلک ودريږي. پای.

يادونه: پورته مقاله په دار الإفتاء ويبپاڼه کي د «يحرم شراء الأصوات في الانتخابات النيابية» تر سرليک لاندي فتوا څخه په ګته اخيستنه وليکل سوه. دغه يې پته ده: www.aliftaa.jo/Question.aspx?QuestionId=933

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

سلام علیکم. انسان ځینو نباتاتو ته ورته دی یعنی هم ریښه لری او هم تنه او ښاخونه او پاڼی او هم حتی مېوه او سایه، د بده مرغه ځینی انسانان خپل اصالت په ریښه کی پلټی چه دا د شیطان خاصه ده چه اسفل السافلین همدا د بې خاصیته او غیر ګټوری او یا مضری ریښې ته د وفاداری مفهوم لری یعنی اسفل السافلین د هغو کسانو ځای دی کوم چه د تعالی یا هسکی پر ځای د کوز یا لاندی منزل هستی ته مؤمن وی. هغه چا چي خپلو وطنوالو او وړونو ته د خدمت پنوم د چم او… نور لوستل »

غوربندي

همت صاحب پخوا وختونو کې کابل ته پر لاره د یوه مسافر د بیلرو په دوکانو کې شپه شوه، د ژمي څله وه،،، مسافر خو سماوات کې څملاست خو د مرکب (خره) لپاره د تاوده ځای په لټه نږدې کلي ته پورې ووت،،، د یوه کور دړه یې وټکوله،،، دا د یوې کونډې کور وو،،، وېل ترورې زه مسافر یم،، دا خر مې که تر سبا په شپاله کې وتړی چې د شپې یخني یې ونه وژني،،، د کونډې په عاطفه باندې شیطان سپور شو او د خره تر څنګ یې څښتن ته هم لاره ورکړه،،، سهار وختي چې مسافر… نور لوستل »

جميل

سلام عليكم؛ اول خو بايد دا معلومه كو چي په اسلامي شريعت كي پارلمان جوريداى شي كه نه . بل ، دا چي د هغه پارلمان چي توله مصرف يي غاصب كفار وركوي أو أمرين يي هم دوي دي رأى وركول جواز لري كه نه . بل ، سوك دا ويلاى شي چي دا نوي پارلمانيان به د امريكايي كفارو تر انترويو نه تيريژي . بل، په دا اوسني پارلمان كي كوم يو پيژني چي و دين او اسلام ته وفاداره وي . نو ويلاى شو چي ژير سپى د چغال ورور دى . اى افغانانو د هيچا په سرنا… نور لوستل »

حاجی خراباتی

جمیل صاحب.اول دا معلومه کړه چه د دجال په پیسو(سوسیال)او په حرامو پیسو (تورکار)لمونځ اودس کیږی کنه؟

جميل

وإذا خاطبهم الجاهلون قالو سلاما
سلام دى درته خراباتي زوانه، تل خرابات واوسى

لونګ

سلامونه: جمیل صیب: آیا تاسو کوم مجتهد یاست چه فتوای ور کوې؟ د افغانانو یو بد صفت دا دی چه یو بیسواده هم تور د کفر په مسلمانانو لګوي. خبری به د پښتو په حساب کی کوو او له ادبه به دباندی نځوو. که لږ فکر وکړو پښتانه تباه او برباد شول. کار دی نکوی، رایه د نه ورکوی، مکتب ته د نځی …. خو جیری هغه مسلمانان چه راشی یوه د صلحی لار پیدا کړی و خلکو ته رهنمایی وکړی. د خدای پخاطر آرامه چیری پروت یی، د انتحار حملی نه درباندی کیږی، وږی نه یی، غم نلری. فقط… نور لوستل »

جميل

لونگ صيب سلامونه؛ مننه چي له ادبه به دباندي نه وزو. زه عالم هم نيم، مجتهد خو لا پريژده چي فتوا وركم، كه بيسواده هم واوسم خو الحمدلله دومره لژ پوهه چي پاك الله(ج) راكريده كولاي شم چي درته ووايم چي خبري به اول ددين بيا به د پشتو په حساب سره وكو ، اول بايد سره وپيژنو چي طرف مسلمان دى او كه هندو، په دي چي مونژ پشتانه هندوان هم لرو. كه په پشتو چي ته يي غواري حساب سره وكو ناكامه به شي. يو واري د خپلو دوستانو بنديخانو ته سر ور ايسته كه تر تولو به… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

همت صاحب سلامونه اونیکی هیلی مو ومنۍ، ستاسی لیکنی لولم اموزنده دی مګر د ځينو لیکنو سره په ځینو مواردو کی توافق نه لرم لکه دی لیکنه کی : که زمونږ هیواد اشغال نه وی او اسلامی حکومت ولری ستاسی لیکنه سر تر پایه سمه ده زه یی نه یوآځی مخالفت نه بلکه ستاینه یی کوم باید همداسی وی چه تاسی لیکلی . مګر دا چه زمونږ هیواد په ډیر وحشت اشغال او وحشت تر پخوا څو ځلی زیات شوی هماغه مظلوم وژنی ، بی عفته کوی یی ، په نشه یی توکو یی روږد کړی فقر ، بیکاری او… نور لوستل »

حاجی اتاڼچی

بیانزی صاحب.ته چه دومره ځان د اسلام پیرو بولی نو ولی د دجال ته(انګریز)لندن ته پناه وروړه؟بیا چه دومره په ازادی مین یی نو بیا لندن کی څه کوی؟راځه د یوه ګروپ قومانده په لاس کی درکړو عملی جهاد ته راشه،مولوی صاحب همت کابل د غرو په لمنو کی د زمری په شان پروت دی، هرڅه له نږدی څاری،د ستا توافق زه ورسره مهم نه ګڼم او نه مهم دی.بی ځایه په هر شی کی پوزه مه چخوه،هسی نه چه پوزه د په کی لاړه شی.مولوی صاحب همت د دی ویب پاڼه ښکلا او ځلا ده،هیله ده چه نور خپلی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

ډیره مننه اتنچی صاحب ، تاسی خپله دنده تر سره کړه مګر همت صاحب زما ورور، مهربانه او پوه انسان دی ، د نظر یاتو اختلاف یوه عادی خبره ده کیدی شی که زما نظر یا نه توافق نه سمه وو هغه زمونږ مشر ورور دی تشریح به یی کړی ستاسی د کانو ټکولو رول ترسره کړو مننه

عبدالمالک همت

حاجي اټاڼچي وروره الحاج استاذ بيانزی صاحب چي په هره موضوع کي داسي ډېر د لانسلم(نه منلو او نه توافق) پر غونډۍ کښېني دغه به يې حال وي هههه.نور يې مه خوابدی کوه . دا نن ټکی خو زموږ د ټولو ګډ کور دی او په هر کور کي يو نازولی وي.
او زما په اړه ستاسو د نيک نظر له امله مننه در څخه کوم. ټول دوستان دي راته الله په خپل حفظ کي وساتي او د ټولو د نظرونو درناوی کوم الله دي ټولو ته عزت ورکړي.

غلام حضرت

محترم غوربندی صاحب! سلامونه درته وایم. ستاسی تبصره دوې برخی لری. یوه برخه ئې خوندوره ټوکه ده چه نژدې ؤ د خندا له لاسه می بریتونه کړوپ سی، ټوکه مو یو ښکلی پیغام هم لری یا حد اقل داسی تعبیرېدلای شی چي: د خره څښتن تر ځینو تنظیمی رهبرانو شریف کس ؤ، یعنی په همهغه یو ځل خدای پاری ئې اکتفاء وکړه او نور سریښ نه شو او پر خپله لار ولاړ خو زموږ اکثره رهبران! دا څلوېښت کاله د همهغی کونډی ( شهرت او جاه او جلال د حفظ او ساتلو) په دروازه کی ولاړ او د خدای پاری!!!… نور لوستل »

غوربندي

غلام حضرت صاحب سلامونو ته مو وعليكم السلام وايم تاسو به تر اوسه نه وي اورېدلي چې د خښتو یا خوشایو په قالب کې چا سره زر اچولي وي یا برعکس د سرو زرو په قالب کې چا خښتې یا د خوشایو چاپکې تویې کړې وي. ټولټاکنې او پارلمان د ولسواکۍ قالبونه دي په دې قالبونو کې ښه او بد نه تلل کیژي بلکه د لږو او ډېرو سرونه شمېرل کیژي او په پایله د ولس له متن څخه ډمان (د ټولنې تر ټولو سپک او حریص قشر) پر کرسۍ کېنوي چې دوهم نوم یې دیموکراسي ده. اخوانیانو کرامو د… نور لوستل »

Back to top button
13
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x