پاکستان: د دولتي توکو بولي، يوه ميښه په ۳۰۰ زره وپلورل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د پاکستان د انصاف ګوند مشر عمران خان واک ته ورسېد او د لومړي وزير په توګه يې لوړه وکړه د وزارت ډيرڅه يې په دې دليل بولۍ ته وړاندې کړل چې اضافه او له اړتيا زيات دي.

په دغو بولۍ کې د وزارت د خونې د موټرو، د بهرنيو ميلمنو له پاره د ځانګړو تشريفاتي موټرو، څارويو په ګډون ډير نور توکي هم د خرڅلاو له پاره وړاندې کړل.

عمران خان ويلي وو چې له دې کار څخه يې هدف د هيواد بوديجې ته ګټه اړول او د اضافي لګښتونو مخه نيول دي.

دغه توکي په اسلام اباد کې په یوه ودانۍ کې درول شوي دي چې خلک او سوداګر يې نندارې او سودا ته ورځي.
تر دې وړاندې بيلابېلو سوداګرو او خلکو ګڼ شمیر ګران بيه موټر له دغه ځای څخه پيرلي دي.

په دغه بولۍ کې د اتو ميښو په ګډون نور څاروي هم شته دي چې د پلور او ماليې له درکه د پاکستان دولت بوديجې ته ۲،۳ ميليونه کالدارې ورغلي دي.

په دغو ميښو کې یوه هم تيره ورځ په ۳۰۰ زره کالدارې وپلورل شوه او د پاکستان د پخواني لومړي وزير اعظم نواز شريف د ګوند يو پلوي واخيسته.

هغه خبريالانو ته وويل چې پوهيږي چې ميښه يې ګرانه اخيستې ده خو وايي چې دا د نواز شريف او د هغه د لور مريم نواز د وخت ده او په وينا يې د هغوی په مينه کې يې په دومره لوړه بيه واخيسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د